یکشنبه, مې 5, 2024
Home+په دې ورځ سادات اسراییل ته لاړ

په دې ورځ سادات اسراییل ته لاړ

تاند- له نن څخه ۴۵ کاله پخوا د ۱۹۷۷ م کال د نوومبر په ۱۹ مه د مصر ولسمشر انور سادات د ۱۹۷۳ – ۷۴ له عرب – اسراییل جګړې وروسته د سولې لپاره اسراییل ته لاړ.

اسراییل ته د سادات سفر درسته نړۍ په تېره بیا عربي او اسلامي نړۍ سخته حیرانه کړه.

سادات په دې سفر، چې له اسراییل سره د مصر او سوریې د (یوم کیپور) په نوم له سختې جګړې وروسته یې وکړ، له اسراییل سره ۳۰ کلنه شخړه پای ته ورسوله او د یوه نوي هیواد د موجودیت په اړه یې د عربي نړۍ ذهنیت تر یوه حده بدل کړ.

د مصر ولسمشر چې تر دې نېټې پورې د اسر اییل له مشرانو سره له مخامخ خبرو ډډه کوله او له اسراییل سره خبرې یې د دغه هیواد د رسمیت پېژندلو په معنا ګڼلې، د ۱۹۷۷ کال د نوومبر په ۱۹ په بیت المقدس کې یوه کنیسټ (د یهودانو عبادتځای) ته لاړ او تایید یې کړه چې اسراییل یو نه انکارېدونکی هیواد دی.

د ۱۹۷۳ کال په جګړه کې پر مصر، سوریې او اسراییل سربېره امریکا او شوروي اتحاد هم د خپلې ملاتړې خوا هرراز استخباراتي او تسلیحاتي ننګه وکړه خو له دې سره سره د هیڅ خوا پرېکنده بری په برخه نه شو.

سادات دې نتیجې ته ورسېد چې د جګړې په وسیله اسراییل ختمولی نه شي نو یې پرېکړه وکړه چې له اسراییل سره د خبرو لار یوسي.

د سادات دا پرېکړه په عربي نړۍ کې له سخت مخالفت سره مخامخ شوه او تر دې چې د ده د مرګ سبب شوه.

د ۱۹۸۱ م کال د اکتوبر په ۶ مه سادات د یوه پوځي له لوري په ډزو ووژل شو. د دغه پوځي د حملې انګېزه له اسراییل سره د سادات د سولې موافقه وه.

مصر لومړنی عربي هېواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژانده. له اسراییل سره سولې انور سادات ته د نوبل د سولې د جایزې لاره هواره کړه، خو د اسلامپالو په ګډون یې د سخت دریځو سخته غوسه وپاروله.

سادات په ۱۹۷۸ کې د اسراییل له صدراعظم میناچین بیګن سره یوځای د نوبل د سولې جایزه وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب