Homeخبرونهد بادغيس د ښځو وزې پر نارینه وو ووېشل شوې

د بادغيس د ښځو وزې پر نارینه وو ووېشل شوې

تاند:( جمعه، د عقرب اووه ويشتمه) ‏‏د برک موسسې له لوري ښځینه مالدارانو ته ویشل کېدونکې لسګونه وزې پر نارينه وو، چې هويت ېې لا نه دی معلوم ويشل شوي دي ‌

 د طالبانو د ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دغو وزو د وېشلو په خپرو کړو عکسونو کې څرګنده کړې، چې طالب چارواکي يادې وزې پر يو شمېر نارينه وو وېشي.

‎د چارواکو په خبره دغه ویشل شوې وزې ۸۰ د ۴۰ ښځينه مالدارانو لپاره ځانګړې شوې وې.

طالب چارواکو نه دي ويلي، چې د وزو تر لاسه کوونکي نارينه د‌ ښځينه مالدارانو استازي يا نور خلک وو.

د طالبانو له واکمنيدو سره په دې اړه، چې د جنسيتي تبعيض په آساس طالبان د ښځو برخه مرستې هم پر نارينه وو وېشي، نيوکې زياتې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...