جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ده به ولې ژړل؟ | عبیدالله سهاک

ده به ولې ژړل؟ | عبیدالله سهاک

د ماسپښین دوه بجې به وې، په بېړه د جومات پر دراوزه ننوتم، د جومات په یوه او بل کونج کې دوه کسان په لمانځه ولاړ و، د هغو په منځ کې ودرېدم، له نیت او تکبیر وروسته چوپتیا خپره شوه، شېبه وروسته چپ طرف ته په لمانځه ولاړ کس سلام وګرځاوه، لنډه دوعا یې وکړه او په بېړه له جوماته ووت…
لمونځ مې دوهم رکعت ته ورساو، څنګ ته ولاړ کس سجدې ته ښکته شو، سجده یې اوږده کړه، اوږده کړه او ډېررر ځنډ پر سجده پروت و.
څلور رکعته سنت مې خلاص کړل، د فرضو نیت مې وکړ، سړي په دوعا پیل وکړ، درې رکعتو ته به رسیدلی وم، چې سلګۍ مې تر غوږو شوې!
فکر او پام مې بدل شو، حیران شوم…
سلام مې وګرځاوه، څنګ ته ناست سړي ته ځیر شوم، سپینه خولۍ یې پر سر وه، توره اوږده او پراخه ږیره یې وه، پر مخ یې ږلۍ ږلۍ اوښکې تویېدې، لاسونه یې پورته لپه کړي وه، شونډې یې رېږدېدې…
د دوه رکعته سنتو په نیت ودرېدم، سړی را ووت، په لمانځه کې دوه سوه فکرونو سره مخ شوم!
ده به ولې ژړل؟
دا څوک دی؟
دا به څه ستونزه لري؟
په بېړه مې لمونځ وکړ او پسې را ووتم، نور هېڅوک نه و، یوازې یوې بار ډاینا موټر حرکت وکړ او همغه موټر ته ورته د بل موټر ډرېور له ځمکې ترموز، پیالې او فرش ټولول او نور موټر ته خوت.
نږدې ورغلم.
کاکا! دا اوس چې کوم سړی له جوماته را ووت؛ څه شو؟
 را ویې کتل.
ـ څنګه، څه خو به یې درته ویلي نه وي؟
ـ نه، نه، هسې پوښتنه مې کوله!
ـ هغه د مخې موټر د هغه و، په ژبه ګونګی دی…!!!
د لویې ځمکې او لوړ آسمان تر منځه بې ځوابه پاتې شوم.
۱۴۰۱/ عقرب/۲۳

2 COMMENTS

  1. خبره د لمانځه او جومات سوه؟ یوه خاطره ( لس ورځنۍ خاطره ) را یاده سوه؛
    تقریباً درې کلونه د خپل ښار د مرطوبی هوا څخه ( د کرونا له وجی ) بهر نه وم وتلئ، کار او د کور د لوښو وینځلو او جارو نور هم ستړئ او ستومانه کړئ وم او لمریزی او ګرمی هوا ته می ډیر هوَس درلود. ښځی ته می ویل روپۍ راکړه چی تاوده ځای ته سفر وکړم، هغې را ته وویل چی روپۍ به درکړم خو کندهار ته باید ولاړ سم او ښې چکری ووهم، ما ویل نه کندهار ته نه ځم بلکه د وحی سرزمین ته ځم ، موافقه ئې وکړه ( البته د هغې هم زړه ؤ خو روغتیائی وضعیت ئې د سفر لپاره مناسب نه ؤ ).
    د سفر په وروستیو ورځو کی می د ماښام لمونځ د روضې او بقیع تر منځ اداء کړ ( د مسجد په دننه برخه کی لمونځ مزه نه راکوی ځکه د ایرکنډیشن یخه هوا او د ټوخ ټوخ فسټیوال می سخت ځوروی).
    د لمانځه وروسته د څنګ سره ناست کس ته متوجه سوم کوم چی قواره او لباس ئې افغان او پښتون ته ورته وه.
    روغبړ می ور سره وکړ او د خپل عادت خلاف می ناببره ور ته وویل چی حاجی صیب کنداری ښکارې!
    حاجی صیب په خوږه غیر کندارۍ لهجه را ته وویل چی کنداری نه یم خو بارکزی _ مامدزی یم . د کابل د شکر درې اوسېدونکئ یم، ښه حافظه ئې وه، تر جمال خان نیکه پوری ئې خپله د نسب شجره را ته تشریح کړه چی البته زما ئې اوس د شجرې حتی لومړی ښاخ هم هېر دئ.
    وروسته ئې را نه وپوښتل:
    ” آښه، ته څوک ئې؟ ”
    ( که یو پښتون د بل پښتون څخه وپوښتی چی آښه ته څوک ئې نو معنی قوم او ټبر ئې څه دئ ).
    ما ور ته په جواب کی ( بیا هم ناببره) ور ته وویل چی:
    ” زه خپله جَت یم خو ښځه می مامدزۍ ده “.
    خپل سر ئې پر سپینی رخچینی سربېره وګَراوه او وئې ویل:
    ” چی ټول یو دی او هیڅ فرق نلری “.
    ممکن مقصد ئې دا ؤ چی مثلاً مه بېرېږه د جَت توب پخاطر له افغانیت څخه نه وځې.
    یو څو دقیقې مو نور مجلس هم سره وکړ او زه ترې را ولاړ سوم او ظاهراً مو یو بل ته دُعا وکړه.
    څو ګامه ها خوا می د رسول الله ص سره نجوا وکړه او ور ته می عرض وکړ چی یا رسول الله!
    ” دا ستا د اُمت او حتی ټول بشریت GPS بد له کاره لوېدلئ دئ حال دا چی ستا سپیڅلی انسان فقط د یوې لنډی اِرشادی نسخې عملی کول د ټول بشر د ټولو پټو ناروغیو د التیام لامل ګرځی”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب