شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبالا کرز کې د درمل جوړولو د فابریکې تړل؛ «د زهري موادو»...

بالا کرز کې د درمل جوړولو د فابریکې تړل؛ «د زهري موادو» مرکز و

 تاند:( جمعه، د عقرب اووه ويشتمه) ‏‏د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسولینو ویلي،چې د طالبانو د استخباراتو ریاست په همغږۍ ېې د کندهار د درېیمي ناحیې اړوند په بالاکرز سیمه کې د بې‌کیفیته او غیري معیاري درملو د تولید یوه فابریکه وتړله.

‏د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب وايي، دې فابریکې په یوه نیمه جوړ کور کي فعالیت درلود، چې درمل یې د اوبو په ټانکیو کې ګډول او وروسته یې بوتلونه ورڅخه ډکول.

د نوموړي په خبره، دا فابریکه نه بلکې « د زهري موادو د تولید مرکز» و، چې کشف او توکي یې ضبط شول.

‏د ډاکټر شاداب په خبره، یادې فابریکې له درېیو کلونو راهيسې فعالیت درلود او درمل یې د ټوخي، عصابو، تقویې، معدې او ځینو نورو ناروغیو په برخه کي تولیدول.

سرچينه زياتوي،چې دغه تولیدات د کندهار اکثره ولسوالیو ته د پلور په موخه لېږل شوي وو.

د یادې فابريکې د مسوولينو د برخلیک په اړه څه نه دي ويل شوي او نه په دې اړه د هغوی نظر تر لاسه شوی.

1 COMMENT

  1. HOW CAN GET MONEY,NO MATTER.IF DANGEROUS FOR PUBLIC.JUST MAKE MONEY,
    BECAUSE;NO FUNISHMENT IN THIS COUNTRY FOR CORRUPTION.
    NO JUSTICE.
    FROM ALL GATES AFGHANS ARE UNDER FIRE.
    AL LAH HELP WITH THIS NATION.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب