شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنعيم وردګ: د حکومت په رسمیت پېژندل به مو ډېر وخت ونيسي

نعيم وردګ: د حکومت په رسمیت پېژندل به مو ډېر وخت ونيسي

تاند:( جمعه، د عقرب اووه ويشتمه) ‏د طالبانو د سياسي دفتر وياند او په قطر کې ېې د تر واک لاندې سفارت مشر ډاکټر نعيم وردګ ویلي، چې د نړيوالو له لوري د طالبانو د حاکمې ادارې په رسميت پېژندل به ډېر وخت ونيسي.

 نوموړي په یوه تازه مرکه کې دا هم ويلي، چې د دغه رسمیت د پیدا کولو لپاره به د دوی هڅې دوام ولري.

نعيم وردګ په عین حال کې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل يادونه کړې او ویلي، چې په مختلفو بڼو اوس هم ډېر هېوادونه د دوی ادارې سره تماسونه لري او افغانستان سره مرستې او راشه درشه پالي.

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې له بيا واکمنيدو شاوخوا یو نیم کال کیږي، خو د نړۍ هېڅ کوم هېواد لا په رسميت نه دي پېژندلي.

د نجونو د ښوونځيو تړل او د حقونو پراخ نقض، د ټول شموله حکومت نه رامنځته کول او د ملایانو لخوا د واک انحصار، د بشري حقونو او نړيوالو اصولو څخه سرغړونه او بهرنيو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نه پرې کیدل د دوی د ادارې د په رسميت پېژندلو پر وړاندې اساسي خنډونه ګڼل کېږي.

4 COMMENTS

  1. ملا وردګ رښتیا وایی ، ترڅو ټالبان انسانیت زده کوي ، خپل ځان او خپل حقوق ، د کورنۍ ، ټولنې ، افغانانو او نړیوالو حقوق پېژني ، لا ډېر وخت دی .

  2. سلامونه،
    دوی ځينې وخت له علم الغیبه خبرې کوي. علتونه او معلولونه نه پر تله کوي .لکه پاس ملګرو څې ليکلي .توبه وباسي.
    اقلن همدا قطر او ۵۷ اسلامي ملکونو کړو وړو او تجربو نه ګټه نه اخلي .
    په سلو کې ۹۹ افغانان+ ۴کروړه پښتانه او بلوڅان مسلمانان او مسلمات دي . دوی د یوڅو اضلام ایبټي بادارانو له مشاورینو او فاسدو نظریاتو چې ګر سره د پښتون/افغان په زیان دي ؛او دهغې تر شا د انګریز او فرنګ بالدارانو په دراهمو او دینارو شکر باسي او مست دي!!.
    د ژړیدونکو نجونو او غیرتي ښځمنو ،د بشر حقوقو نه ورکولو، او د ډرون په … ڼنهوتلو ېې اوتې بوتې او کاذبې بهانې کوي اوخلګو سترګو کې زغال ې سنګ شیندي !!! ؛
    فَ اعوذ بالله من الشیطان الرجیم .نو کوم یانکي ډانکي مانکي ؛یا خرس قطبي ؛یا د هیرا مڼډهي هرمونیان، یا صیغه یان او داسې………….. به ې په انسانیت وپیژني؟؟؟؟!!!
    خر همغه خر دی خو کته ېې بدله ده. همدا خره او همدا کربوړي!!.
    د قدرت د لیونیانو عاقبت به د کولابیانو ،قمیانو ،پنجابپرستانو او امثالهم ګورو!. فاعتبروا یا اولوا الابصار

  3. تر څو چې دوی اهلي نشي د ځناورو سره انسان کله اړیکي ښې کوي. او که همداسې ځناور پاتې شي نو هیڅ یو انسان هیواد ځناور په رسمیت نه پیژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب