شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهط-انو امريکا ته د پوځي اډو د ورکولو اوازې رد کړې

ط-انو امريکا ته د پوځي اډو د ورکولو اوازې رد کړې

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د مسکو ناستې په غبرګون کې هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان په شمال کې امریکا ته پوځي اډې ورکوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د سیمه‌ییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې پر سوله‌ییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي.

سرچينه د ناستې د ټولو ګډونوالو له لوري د بیارغونې په برخه کې له افغانانو سره د بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره د هڅو د لا ګړندیتوب پر اړتیا ټینګار د مننې وړ یاد کړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت باور لري، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات يو له بل سره تړلي دي.

سرچينه له دې امله وايي، چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د سيمې د ثبات پرخلاف اقدام وکړي.

طالبان زیاتوي،چې په دې موخه یې وار د مخه د فتنه‌ګرو ډلو او مخدره توکو د کښت او قاچاق پرخلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

طالبانو په نامستقیم ډول د افغانستان په شمال کې امریکا ته د پوځي اډو د ورکولو اوازو ته هم غبرګون ښودلی او ویلي:« د يوه خپلواک نظام په توګه به هېڅکله کوم هېواد ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړ کړي. دغه ډول د سيمې له نورو هېوادونو هم په ټينګه هيله لري چې خپله خاوره او فضاء د افغانستان پرخلاف د نورو هېوادونو په واک کې ور نه کړي.»

طالبانو په ورته ناستو کې خپل ګډون لس لا موثر ياد کړی او زياته کړې، چې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو، اقتصادي پرمختګ او ډاډمن امنیت په ګډون په ټولو برخو کې لا پرمختګونو او سمون ته ژمن دي.

د طالبانو په اعلامیه کې د ټول ګډونه حکومت، د ښځو په ګډون ټولو افغانانو ته د بشري او اساسي حقونو د ورکولو او نورو برخو کې د مسکو غونډې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب