دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد امریکا د تروریزم ضد مرکز مشره: له افغانستانه د تروریزم ګواښ...

د امریکا د تروریزم ضد مرکز مشره: له افغانستانه د تروریزم ګواښ زیات شوی

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو له تروریزم سره د مبارزې ملي مرکز وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ګواښونه زیات شوي دي.

د دغه مرکز مشرې کریستین ابي زید د امریکا د کانګریس د کورني امنیت کمېټې ته ویلي، په افغانستان، یمن او سومالیا کې د لوېدیځ پر ضد ګواښونه او له تاوتریخوالي سره مل افراطیت مخ په زیاتېدو دی.

دې وویل، په دغو سیمو کې انساني وضعیت هم خراب شوی دی.

دې د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې ته وویل، اوس داسې ښکاري چې د داعش په نوم د اسلامي دولت ډله له افغانستانه دباندې حملو ته ځان چمتو کوي.

د داعش د خراسان څانګه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د یوې بهرنۍ تروریستي دلې په توګه پېژني، په افغانستان کې د ګڼو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د تېر کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په وروستیو ورځو کې د کابل په هوايي ډګر کې د دې ډلې په برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په شمول لسګونه افغانان ووءل شول.

دې ډلې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې پر صوفیانو او شیعه ګانو ګڼې حملې کړي دي.

د امریکا له تروریزم سره د مبارزې د ملي مرکز مشرې خبرداری ورکړ چې سږ کال داعش ډلې له افغانستان څخه د تاجکستان او ازبکستان پر سرحدي سیمو په توغندويي بریدونو وښوده چې دې ډلې د خپل فعالیت ساحه له افغانستانه غځولې ده.

دې همداراز وویل، د دې ډول بریدونو زیاتېدا د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.

اغلې زید په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې د القاعده شبکې څانګه هم غواړي چې د امریکا ګټو ته تاوان پېښ کړي، که څه هم حاضردمه له افغانستانه پر امریکا د کوم برید پلان نه شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب