Homeخبرونهافغانستان بانک د ملا برادر د مسومیت د ادعا په ورځ دغه...

افغانستان بانک د ملا برادر د مسومیت د ادعا په ورځ دغه بانک ته د هغه د ورتګ خبر ورکړ

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو ويلي، چې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن دغه بانک ته ورغلی او د مالي ټيکاو په نوم د یوې کمېټې د غونډې مشري ېې پکې کړې ده.

د بانک د اعلاميې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د چارواکو تر څنګ د یو شمېر سوداګريزو بانکونو مشرانو په انلاين ډول جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

د افغانستان بانک طالب چارواکو د دغې غونډې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

افغانستان بانک، چې د افغانستان د قوانينو له مخې مستقل دی، پخوا د حکومت د نورو برخو چارواکي معمولا نه ورتلل.

بانک ته د ملا برادر د ورتلو خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل نن د ملا برادر د مسومیت او د درملنې لپاره دوبۍ ته د استول کیدو ادعا کړې وه.

نبیل تر دې وړاندې هم څو داسې ادعاوې کړې وې چې وروسته ناسمې ثابتې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...