وفادار ساپی
د البیروني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهندوی فهیم بهیر دوه نوي اثار (د پښتو ګرامر انځور او پښتو ادب تاریخ، دویمه دوره (دویم پړاو) چاپ شول.
دواړه اثار په کابل کې د سمون خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوي دي او د لیکوال له خوا د تدریسي موخې له پاره لیکل شوي دي. په دې اړه استاد بهیر وايي: « زموږ تدریسي بهیر ته په کتو اړتیا وه چې هم د ګرامر په برخه کې نوی اثر ترتیب او رامنځته شي. تر څو یې بېلګې نوې، ژبه یې ساده او روانه ، ځینې مبهمې برخې یې روښانه او د تدریسي اړتیا هم پوره کړي».
د نوموړي په وینا په دې اړه د مشرانو لیکوالو او استادانو هڅې او زیار د ستایلو دی او په دې برخه کې لا اړتیا لیدل کېږي چې د ګرامر ځینې برخې د نوي ژبپوهنې په اساس را وسپړل شي دا کار یوازې هغه اکاډمیک کسان کولای شي چې په بهر کې د ژبپوهنې په برخه کې زده کړې کوي.
استاد بهیر د بل اثر (پښتو ادب تاریخ، دویمه دوره)« دویم پړاو» ) په اړه زیاتوي: « دا اثر هم د تدریسي موخې له پار لیکل شوي دی. په دې اړه هم یو شمېر لیکوالو او استادانو هڅې کړې دي په ځانګړي توګه د استاد هېوادمل له اثر څخه په تدریسي بهیر کې ډیره استفاده کېږي. د استاد کتاب محتوا کمه او اړتیا وه چې درسي مفرداد غني او ځینې برخې په ځانګړي توګه وسپړل شي؛ نو په دې اساس د دویمې ادبي دوري دویم پړاو د یو بیل اثر په توګه رامنځته شو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلین به تدریسي بهیر کې ترې استفاده وکړي».
د یادونې وړ ده چې استاد بهیر یو شمېر نور اثار هم چاپ شوي دي او د کاپیسا ـ پروان له فرهنګي څېرو څخه یو فعال او هڅاند لیکوال دی.