Homeخبرونهپروان او خوست کې پر جوماتونو بریدونو کې ۱۱ ملکیان وژل شوي...

پروان او خوست کې پر جوماتونو بریدونو کې ۱۱ ملکیان وژل شوي ۱۳ ژوبل دي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: په دوه جلا پېښو کې وسله والو تېر ماښام د پروان په خلازیو او ماسختن مهال د خوست په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د پروان امنیه قومندان الوزی احمدي وايي، تېر ماښام د چاریکار په خلازیو کلي کې ناپېژانده موټر سایکل سپرو پر د یوې ځايي مدرسې پر جومات برید کړی چې اته کسان یې وژلي او ۱۲ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت دا برید د طالبانو کار بولي او پروان د والي ویانده وحیده شهکار یې د داعش احتمالي برید ګڼي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې دا برید دولتي سرتېرو کړی دی.

بلخوا د خوست والي حلیم فدايي خبر ورکړی چې تېر ماسختن د دې ولایت په صبریو ولسوالس کې د ګورچکو کلي پر جومات د تراویحو پر مهال وسله وال برید شوی چې د درې تنه په کې وژل شوي او یو ماشوم پکې ژوبل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. د ټالبانو یواځینی مخالف د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلک دي .
    ټالبان مختلف نومونه لري لکه ټالب ، داعش ، حقاني شبکه ، لشکر طیبه ، القاعده ، جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي ، لشکر فاطمیون ، لشکر زینبیون او نور .
    د دوی په سیمو کې هېڅ مخالف د یوې ورځې د ژوند کولو توان نه لري . د دوی مربي او بادار یو دی او له یوه پنجابه امر او هدایت اخلي . د دوی ټول هدف د افغانانو وژل ، د ملي او دولتي تاسیساتو ورانول او سوځول دي . بنا هر جنایت چې د افغانستان په هر ځای کې کیږي ، مسؤل یې ټالبان دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...