جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندوز په کورونا اخته مرستیال والي له اسدالله خالد سره لیدلي

د کندوز په کورونا اخته مرستیال والي له اسدالله خالد سره لیدلي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: تاند ته د رسېدلي سند له مخې د کندوز د مرستیال والي حشمت الله عرضبیګي سره دې چې د کورونا نتیجه یې مثبته راغلې وه، بیا یې هم له دفاع وزیر اسدالله خالد سره لیدنه کړېده.

یو خپور شوی سند ښيي چې ښاغلي عرضبیګي د یکشنبې په ورځ د کورونا مثبت ناروغ تشخیص شوی خو هغه د کورونا نتیجه پټه ساتلې وه او تر اوسه دندې ته حاضرېږي او بې ماسکه ګرځي.
نوموړی تېره ورځ کندوز ته د دفاع سرپرست وزیر د سفر په ترڅ کې هم د هغه تر څنګ لیدل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کندوز د والي د دفتر رئیس فضل اجمل او ویاند عصمت الله مرادي هم په دې ناروغۍ اخته شوي وو.
تېره ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر کندوز ته د وضعیت د ارزونې لپاره بیړنی سفر کړی و چې ځايي چارواکو پر دغه ښار د طالبانو د لوی برید د شاته تمبولو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب