جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهلیتیم څه شی دی؟

لیتیم څه شی دی؟

تاند-حاضردمه په نړۍ کې تر ټولو زیات لیتیم په ارجنټاین، استرالیا، برازیل، کاناډا او چیلي کې استخراجېږي.

د افغانستان د لیتیم د زېرمو د موجودیت په اړه تر وروستۍ لسیزې پوري ډېر لږ څېړنې شوې وې، خو په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د لیتیم د زېرمو په باب ډېرې خبرې کېږي.

ویل کېږي چې په غزني، هرات او فراه ولایتونو کې د لیتیم پرېمانه زېرمې شته او په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د لیتیم بل کان وموندل شو.

لیتیم څه شی دی او چا کشف کړ؟

لیتیم یوه کیمیايي ماده ده، کیمیايي سمبول یې (Li) او اتومي نمبر یې ۳ دی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۰ میلادي کال یوه برازیلي ساینسپوه خوزې بونیفاسیو دو اندرا دا اي سلوا د سویډن په یوه کان کې ومونده.

سره له دې چې کیمیاپوهانو او فزیک پوهانو د نولسمې پېړۍ تر پایه د لیتیم په اړه څېړنې وکړې خو د شلمې پېړۍ تر لومړیو پوري له لیتیم څخه په پراخه پیمانه استفاده نه وه شوې.

لیتیم څه ځانګړتیا لري؟

لیتیم تر نورو فلزونو زیاته القلي لري، انرژي یې لږه ده او په اسانه له اوبو سره تعامل کوي. همداراز د نورو القلي لرونکو فلزونو په شان د برېښنا د جریان عادي دی، او فوق العاده عکس العمل لري.

له همدې کبله په ۱۹۳۹ میلادي کال په هیلیم د لیتیم د شکل په اړولو سره انسان لومړنی اتومي عکس العمل وموند او له اتومي فزیک سره د لیتیم ارتباط حتمي شو.

له لیتیم څخه څه کار اخیستل کېږي؟

نن سبا له لیتیم څخه د شیشو، د عینکو په عدسیو، سرامیکي موادو، برقي او الیترونکیو محصولاتو او په ځانګړي ډول د بېټریو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

له هایدوراوکسایډ لیتیمه د تودوښې د لوړې درجې په وړاندې په مقاومت لرونکو غړیو، د ویلي کولو په صنعتونو، د فلزونو په ویلډنګ کارۍ او نورو کیمیايي صنایعو کې کار اخیستل کېږي.

له دې کبله چې لیتیم د اور اخیستو په وخت د لیتیم شوغلې خپرېږي، په اورلوبو او فیشنګونو کې هم کارول کېږي.

د هایدرواوکسایډ لیتیم کاربون ډای اوکسایډ جذبوي، نو له هایدرواوکسایډ لیتیم او همداراز پارا اوکسایډ لیتیم څخه د هوا د جریان د پاکولو د تولیدي صنعتونو د ګازونو په افرازونو کې استفاده کېږي.

خو له لیتیمه تر ټولو مهمه استفاده په فضايي او پوځي برخو کې کېږي. له لیتیم څخه د راکټونو او توغندیو د جامد سونګ موادو، همداراز په هایدروجني او اتومي بمونو کې کار اخیستل کېږي.

خو تر ټولو په زړه پوري ښايي دا وي چې په طبابت کې هم له لیتیمه په پراخه پیمانه کار اخیستل کېږي.

د خپګان یا دیپرېشن، رواني ناروغیو او عصبي ناروغیو په درملنه کې له دې عنصره ګټه اخیستل کېږي.

همدا علت دی چې لیتیم د صنعت لپاره په یوې مهمې مادې بدل شوی دی.

که په افغانستان کې د لیتیمو موندل شوې کانونه زیات وي کېدای شي په راتلونکي کې د دې مادې له برکته د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند یو مخ بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب