ليكوال: رونالډ پاتريشا پاټرافرون
ژباړن: صالح محمد صالح
ډېر پخوا يوه مېرمن او خاوند پر يوه غره وختل، د غره په لوړه څوكه كې يې يو بوډا عالم وليد، چې هغوى ته يې يو ځاى پرانيست چې كښېني. وروسته يې وويل:
تاسې چې هره پوښتنه لرئ، راڅخه ويې پوښتئ.
دوى له هغه څخه د ژوند مانا وپوښته. بوډا ځواب وركړ. وروسته دوى د نېكمرغۍ د رمز په اړه وپوښتل، بوډا ورته يو ليك وليكه. وروسته دوى له هغه څخه د نړۍ د اسرارو په اړه وپوښتل، بوډا په دې اړه ځواب وركړ. وروسته دوى يوه سخته پوښتنه وكړه:
اى ستر پوه انسانه! موږ تل پر يو بل ډېر په غوسه كېږو، په دې وخت كې يو بل ځوروو، څه كول په كار دي؟
بوډا دوى ته په غور سره وكتل، په غوسې سره يې خپل قلم په منځ كې مات كړ او خپلې سمڅې ته دننه شو، سمڅې ته د ننوتلو پر مهال يې خپل مخ راوګرځاوه او وغرېد:
كه ما ته د دې پوښتنې ځواب معلوم واى، نن به مې په دې غره كې استوګنه نه كولاى!
د غوسې پر وخت څه كوئ؟
كه رښتيا ووايو هېڅوك هم نه پوهېږي چې د غوسې پر وخت څه وكړي، غوسه د انساني وجود الهي نعمت او طبيعي برخه ده، خو ورباندې برى موندل اسان كار نه دى، زموږ په ژوند كې ستر ېستونزې پيدا كوي، چې موږ نه پرېږدي پر خپل قهر لاسبري شو، د ساري په توګه، تاسې ښايي له خپلې غوسې ووېرېږئ، يا هم ډېره مينه ورسره ولرئ، يا يې پټه كړئ، خو نه پوهېږئ څنګه يې څرګنده كړئ، د غوسې پر مهال هرڅوك خپل كنټرول له لاسه وركوي، بايد له ځانه وپوښتو:
د غوسې پر وخت بايد څه وكړو؟
وروسته به د غوسې د څرګندونو يو نوى ډول زده كړو.
له غوسې ليرېوالى:
د علي يو دوست ورسره د غرمې د ډوډۍ لپاره وخت ټاكي، خو له ژمنې سره سم هغه ځاى ته نه حاضرېږي. دا كار درې ځلې تكرارېږي. ايا علي په غوسه دى؟ البته چې نه، علي خو د هغه په خپله وينا هېڅكله له خپلې ژمنې سرغړونه نه ده كړې، كه په غوسه شي ګومان كوي چې بد سړى ځنې جوړ شوى دى. ځينې كسان د ځان يا هم نورو له قهر څخه وېرېږي، هڅه كوي يو جنجال رامنځته نه شي، وېرېږي چې هسې نه د غوسې پر مهال خپل كنټرول له لاسه وركړي او په وجود كې پټه بلا يې سرغړونه وكړي.
ځينې نور په دې اند دي چې غوره نه ده په غوسه شي. دوى دا زده كړي چې (كه سپي غاپي كاروان به بيا هم مخ ته ځي) يا (ښه سړى واوسه، خو په غوسه كېږه مه) د دې لپاره چې نور خلك مينه ورسره وكړي، خپله غوسه پټه وي.
هغه كسان چې له غوسې څخه ځان ليرې ساتي، ښه او مهربانه خلك ښكاري، له دې كبله تل د امنيت او هوسايۍ احساس كوي. هغه كسان چې له غوسې تښتي، خپلې ستونزې لري. دا خلك د ناسمو چارو په وړاندې هم په غوسه كېږي، څرنګه چې د غوسې ځواك د هغوى له بقا سره مرسته نه كوي، بله دا چې نه شي كولاى مثبت او غوڅ دريځ ولري، د خپلو غوښتنو د يادولو پر وخت د يو ډول ګناه احساس كوي، چې ګواكې نورو يې حقونه تر پښو لاندې كړي دي.
پټه غوسه:
د ځونډي دوستان ټليفون كوي او هيله ترې كوي چې د ګډې تفرېح لپاره بله اوونۍ تيارى نيسي، دا پلان د ځونډي له نورو پروګرامونو سره تضاد لري، خو بيا هم ځونډى خپلو دوستانو ته وايي:
وبه ګورو!
اخر هغه ورځ راځي، خو د ځونډي درك نه شته، كله چې ټليفون ورته كوي، نو دى په ځواب كې ورته وايي:
وى په خداى هېر مې شول. اوس وخت هم تېر دى.
ملګري يې د مجبورۍ له مخې نور فكرونه كوي، هغه كسان چې تل هڅه كوي خپله غوسه پټه كړي، نه غواړي نور كسان يې پر قهر وپوهېږي. ځينې مهال دى هم پر ځان نه پوهېږي چې د غوسې كچه يې څومره ده. خو له نورو غيرمستقيم لارو چارو خپله غوسه څرګندوي. د دې پرځاى چې كوم كار وشي، دوى وايي:
هو!… خو…
يا كله چې د كورنۍ د نورو غړو په منځ كې كرار كښېني، په يو ډول د نورو اعصاب وركوټي. كله چې نور كسان په غوسه وي، داسې ښيي چې دى هم په غوسه دى، ځان ته حق په جانبه قواره نيسي. وايي:
زما په باب ولې دومره په غوسه يې؟
يا:
ما خو داسې كوم كار نه دى كړى.
ستونزه په همدې ځاى كې ده. دا كسان چې په غوسه دي، هغه كار نه ترسره كوي، چې بايد ويې كړي. خو په عين حال كې نورو ته هم خپله غوسه نه ښيي. دا رياكاره غوسه شوي خلك چې د نورو د خوابدۍ لامل ګرځي، داسې احساسوي چې پر خپل ژوند يې لاسبرى موندلى. خپل ځينې كارونه مخته كوي، يا يې شا ته كوي، په دې توګه د نورو پلانونه خرابوي. پر دې سربېره دوى كېدى شي غوسه وي او پر خپلې غوسې اعتراف ونه كړي. نو وايي:
ګناه زما نه ده. ته له ما څخه تر حد ډېره توقع لرې.
له ريا ډكه غوسه يو لړ ستونزې هم لري. يوه دا ده چې دا ډول سړى د خپلو غوښتنو او اړتياوو پر سر او پاى نه پوهېږي، سمه ده چې دوى كېدى شي پرې نه ږدي چې نور خلك يې غوښتنې پوره كړي، خو خپله هم نه پوهېږي ژوند څنګه وكړي، په پايله كې له نورو سره يې په اړيكو كې ستړيا، نهيلي او نه رضايت تر سترګو كېږي.
غوسه له بدګومانۍ سره:
احمد پر خپلې مېرمنې مين دى. له دې كبله يې د سيوري غوندې تعقيبوي. ډول- ډول پوښتنې ځنې كوي. كه يې مېرمن يوه شېبه هم بل سړي ته وګوري، د ده دروني غوسه لمبې كوي. په دې برخه كې دومره رخه ګر او حسود دى، چې هغه خواركۍ لېونۍ كوي. مېرمن يې غوښتنه ترې كړې، كه احمد خپل چلند بدل كړى، دا به ورڅخه بېلېمي. د احمد ستونزه يوازې رخه نه ده. هغه په لوړه كچه بدګومانه دى، په دې اند دى چې نور خلك بد رد پسې وايي، لږه پاملرنه ورته كوي او د دې لپاره چې دى وځوري نو دوى په خپلو كې ډول- ډول نقشې طرحه كوي.
زيات مهال يې نور تورن كړي چې له كبله يې دى په غوسه دى او د ده په خبره دوى غواړي دى وځوروي، خو معمولاً نور خلك دا خبره نه مني، له بدګومانۍ سره ملګرې غوسه همداسې وي.
دا ډول غوسه زياتره په هغو كسانو كې څرګندېږي، په غيرمنطقي ډول احساس كړي چې ګواكې نورو خلكو ګواښلي دي، دا ډول بدګومانه خلك هر ځاى د يرغل خطر احساسوي. ډاډ لري چې نور خلك غواړي څه ترې ولوټي، تل منتظر دى، چې نور خلك جسمي يا لفظي بريد ورباندې وكړي. دى هم هڅه كوي له ځانه دفاع وكړي. دوى يوه لار موندلې ده چې د ګناه له احساس پرته، په غوسه شي. دوى خپله غوسه د خپل (ذات ساتنې) تر نقابل اندې پته كړې ده. په دې برخه كې نورې پلمې هم كوي. بدګومانه خلك تل د ناامنۍ احساس كوي، پر چا باور نه لري، تر ټولو بده يې لا، چې د قضاوت ځواك يې هم كمزورى دى، د خپل او نورو د احساساتو ترمنځ كوم توپير نه شي كولاى. خپله غوسه د خپلو دوستانو، د ژوند د ملګري او همكارانو په سترګو او خبرو كې احساسوي. په دې توګه ځان او نور له ځانه خوابدي كوي.
ناڅاپي غوسه:
رويا نومې نجلۍ اور اخيستى، مور يې كوښښ كوي له كوره يې دباندې وباسي. خو څنګه يې دا جرات وكړ؟ رويا ناڅاپه له لارې اوړي، هرڅه چې لاسته ورځي شا و خوا يې غورځوي. چيغې او نارې وهي، دېوال په سوكانو ولي، د څو شېبو لپاره يې د غوسې اور بل وي. مخكې تر دې چې د غوسې اور يې ومري، مور يې په ژړا سره له دروازې وځي. هغه كسان چې ناڅاپه په غوسه كېږي، د پسرلي په موسم كې د تالندې او برېښنا په څېر دي، يوه شېبه راڅرګندېږي وروسته پاى مومي. دوى غالباً نور خلك ځوروي، كورونه ورانوي، خلكو ته زيان اړوي، چې جبران يې ډېر وخت نيسي، هغه كسان چې دا ډول ستونزه لري، يوه شېبه ګومان كوي چې د قدرت په څپو كې ډوب دي، خپل ټول منفي احساسات يوې خوا ته پرېږدي، چې كرار ومومي. پرته له دې چې د منفي او مثبت اړخ څېړنه وكړي، د خپلو عوطفو مهار يوې خوا ته غورځوي. د ناڅاپي غوسېيو اصلي ستونزه، د خپل كنټرول له لاسه وركول دي. هغه كسان چې دا ستونزه لري، كېدى شي ځان او نوروته يو خطر پېښ كړي. كېدى شي وحشي شي. معمولاً داسې خبرې كوي- او داسې كارونه كوي، چې وروسته ورباندې پښېمانېږي، خو اوس نو وخت اوښتى دى، چې له ورخه تېرې شوې اوبه بېرته نه راګرځي.
په لوى لاس غوسه، د لنډ وخت لپاره ګټوره تمامېږي
د شرم له كبله غوسه:
فريد په موټر كې په خپلې مېرمنې پسې ځي، كله چې يې خپل موټر ته خېژوي، هېڅ دا پوښتنه نه كوي- چې ايا د فلم له كتلو يې خوند اخيستى كه يه؟ خو مېرمن يې له ځان سره سوچ كوي:
په دې توګه يې زبات (ثابته) كړه چې مينه نه راسره لري. كه زه ورته ګرانه واى، حتماً به يې راڅخه پوښتل چې پرما دا وخت څنګه تېر شو. له همدې كبله ډېره غوسه راځي!
هغه كسان چې زياتې پاملرنې ته اړتيا لري، يا هم د نيوكو په وړاندې ډېر حساس دي، نو دا ډول غوسه ورځي. لږه نيوكه او ګوتنيونه هم دوى په غوسه كوي او د شرم احساس كوي. له بده مرغه دغه ډول خلك له ځان سره مينه نه لري. داسې احساسوي چې بې ارزښته، بد، د كركې وړ او نيهلي دي. له دې كبله كله چې څوك دومره ډېر پام نه ورته كوي، يا هم كومه ناوړه خبره ورته كوي، دا خلك دا ځان ته يوه پلمه كوي او فكر كوي چې نور خلك مينه نه ورسره لري، دوى په خپله له ځان سره مينه نه لري. چې دا موضوع واقعاً دوى په غوسه كوي، چې په ګيلو، ترخو خبرو او كنايو پيل كوي. په زړه كې له ځان سره وايي:
زه دې وځورلم، چې زما حالت دې ډېر خراب كړ، زه دې هم ځوروم.
هغه كسان چې دا ډول غوسه لري، د شرم له كبله هڅه كوي د نورو كمزرۍ پيدا كړي، كله چې دوى پر نورو لږه زړورتيا پيدا كړي، نو پر نورو نيوكه كوي، د هغوى عيبونه لټوي، يا هم مسخرې ورباندې كوي. خو غوسه دوى اړ باسي له هغوكسانو غچ واخلي چې دوى ته يې شرم ورپه برخه كړى دى. له دې كبله كوښښ كوي نور خلك خجالت ورپه برخه كړي او د خپل ځان د بې كفايتۍ احساس له ځانه ليرې كړي.
پر نورو غوسه، د شرم د پټولو غوره لار نه ده. هغه كسان چې دا ډول غوسه لري، خپل نژدې او خواږه ملګري باندې يرغل كوي، په ضمن كې ورځ په ورځ د خپل شخصيت كمزورۍ مومي، چې د نورو د نيوكو او ګوتنيونې له كبله نور حساسيت هم پيدا كوي. غوسه او خپل كنټرول له لاسه وركول، دى اړ باسي چې د ځان په وړاندې يو بد احساس ولري.
په لوى لاس غوسه:
رضا يې هر وخت د غوښتنو په وړاندې مخالفت ښيي. په پيل كې يې څېره بدلېږي، چيغې او نارې وهي، مقابل لورى په دې تورنوي چې ډېر بېپروا دى. په ظاهره ډېر په غوسه ښكاري، ته وا خپل كنټرول يې له لاسه وركړى، خو كله چې خپل ارمان ته رسېږي، ناڅاپه يې غوسه كمېږي.
خو دا څنګه ممكنه ده هغه څوك چې شېبه مخكې دومره ډېر په غوسه و، څو ثانيې وروسته يې غوسه دومره راټيټه شي؟ په لوى لاس غوسه، پلان شوې وي. هغه كسان چې خپهل غوسه دا ډول كاروي، په دې پوهېږي چې څه وكړي. د دوى غوسه د عواطفو له سركښۍ سره اړيكه نه لري. د دوى موخه دا ده چې پر نورو لاسبرى ومومي، چې غوره لار هم ده. هغه كسان چې په لوى لاس غوسه ښيي، غواړي كنټرول او قدرت ولري، خپلې غوښتنې ترلاسه كړي، له دې كبله له ګواښلو څخه هم كار اخلي. كېدى شي دا ډول غوسه- د څه وخت لپاره اغېزناكه وي، خو په اوږد مهال كې اغېزناكه طريقه نه ده.
غوسه، د عادت له مخې:
كريم ذاتاً ډېر غوسه ناك دى، داسې احساسوي چې نور نو له ژونده ستړى- ستومانه دى. كله- كله يې حالت دېر خرابېږي، وايي:
ته پوهېږې چې څه دي؟ كله چې مې له چا سره دعوه كېږي ځان راته ژوندى ښكاري، وينه مې اېشي. په دې وخت كې په هيجان كې ډوبېږم
ځينې مهال سړى ځواكمنو عواطفو ته اړتيا پيدا كوي، چې غوسه يې هم ملګرې وي. دوى توندو عواطفو ته اړتيا لري، چې كېدى شي په غوسه ناكو مغزو كې لار ونه مومي، د دوى غوسه يو ساده عادت نه دى، بلكې د دوى د عاطفي هيجان لامل ګرځي. غوسه كومه شوخي نه ده، بلكې يوه قوي عاطفه ده.
غوسه ناك خلك، په دې تمه دي چې د غوسې له توپان سره مخ شي، له خمار څخه خلاصى ومومي! دوى غوسه په ګرانه پرېښودلاى شي، لكه په نشه يي توكو، قمار او نورو جنجاليزو مسايلو سره چې روږدى وي. كه له توندو هيجانونو سره مخ نه شي، ژوند ورته ټول تكرار ښكاري. كله چې په غوسه كېږي، خپل قوي عواطف درك كوي. ځان په دې وخت كې ورته ژوندى او ځواكمن ښكاري. خو بايد يادونه وشي چې هر ډول روږدېدنه خطرناكه ده، چې پر غوسې روږدېدنه هم همداسې درواخله. دوى ښه حالت ته د ستنېدو لپاره بله لار نه لري، له دې كبله تل غوسې ته مخه كوي.
دوى د دې لپاره چې له خماره ووځي، يوه دعوه كوي، څرنګه چې احساساتو ته اړتيا لري، له دې كبله يې غوسه يوه قانون ته اړتيا لري، مخكې تر دې چى دوى د يوې ستونزې حلوونكي وي، په خپله ستونزې پيدا كوي.