Homeخبرونهايران ته د افغان ډبرو سکرو د صادراتو تړون به ژر لاسلیک...

ايران ته د افغان ډبرو سکرو د صادراتو تړون به ژر لاسلیک شي

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ايران سره د افغان ډبرو سکرو د صادراتو په اړه ژر د يوه تړون د لاسلیک خبر ورکړی

د ياد شوي وزارت لپاره د طالبانو وزير نورالدين عزیزي ويلي، چې په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی او تمه ده، چې ژر به دغه تړون لاسليک شي.

طالب وزير ټینګار کړی، چې ياد شوی تړون به د نړيوال بازار سره سم تر سره او عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو له پراخو او ارزانه صادراتو څخه ډېرې نيوکې شوې وې.

طالب چارواکي ټينګار کوي، چې ټول تړونونه ېې د قانوني شرايطو په معيار ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....