بونسای (Bonsai) یوه جاپانۍ کليمه ده او هغه ونې ته ویل کېږی چې د ځینو ځانګړو مهارتونو په وسیله په ګلدان کې په کوچني شکل روزل کیږي. بونسای له دوو کلیمو څخه جوړه شوی ده چې bon یعني کوچني ګلدان او sai ونې ته وايي. بونسای د بڼوالی هنر یو ټولګه ده چې په وسيله يې یوه ونه د بڼې په بدلون په یو ژوندۍ مجسمه بدليږي بونسای یو غیر طبیعۍ جوړښت نه دی بلکې په یو چوکاټ کې ورته د بڼې په بدلون ورکولو سره انسان تېر باسي چې بونسای طبيعی جوړښت دی او که مصنوعي.
د بونسای د روزلو هنر په چين کې زرګونه کاله مخينه لری، چينایان د بونسای ونې ته په ځانګړي درنښت قایل دی او په ډېرو پخوانيو ليکنو کې ترې یادونه شوې ده په کورنۍ یا چاپیریال کې د بونسای شتون په بودایزم کې د ځانګړو چارو ښوونه کوي.
دغه هنر د وخت په تېریدنې سره له چين څخه جاپان ته لاړ نوښتګرو جاپانيانو د بونسای په دودونې پیل وکړ چې اوس چين او جاپان د بونسای د مهمو صادرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي د بونسای د بېلابېلو بڼو او محیطي شرایطو په درلودلدنې سره د دې سبب شوی چې ډېری هېوادونه لکه متحده ایالات، المان، اېټالیا، هند، کاناډا او … د بونسای روزلو ته مخه کړي خو جاپان او چين د کيفیت، کمیت او توليدله مخې د بونسای د رزولو په لومړی ليکه هېوادونو کې راځی.
د بونسای او عادي بوټو تر منځ توپير
بونسای د یو ټاکلي چاپیریال کې د زرغونېدو په وجه، د غذایی موادو اخیستلو له کبله د باغ او ځنګلي نباتاتو سره لږ څه توپیر لري.
یو ريښه لرونکی ونه د غذایي موادو د اخیستو له پاره په خاوره کې کېنول کیږي او څانګې یې د غذایی موادو او رڼا چې له چاپیرل څخه یې اخلی وده کوي ریښه تر څو چې کولای شي د ونې پورته برخو ته غذایي مواد ورکړي هومره یې قد لوړوي له هغې ورسته ورو ورو د زړښت مرحلې ته رسیږي او مري.
مګر په بونسای کې دا ډول نه ده په بونسای کې د ریښو او څانګو تر منځ غذایي تعادل د هغې د روزنکي پورې اړه لري دغه تعادل چې څومره ډېر وي په هماغه اندازه بونسای لوړوالی کوي په بونسای کې د پام وړ ټکی د ځمکنیو او پورتنیو برخو (ریښې او څانګو ) تر منځ برابری دی کله چې دغه برابری په چاپیریال یا ګلدان کې ورته برابر شي نو ویلی شو چې نبات په بونسای بدل شوی دی د بونسای او نورو عادي بوټو ترمنځ بل توپیر د بونسای عمر ډېر دی، ځکه چې د بونسای ریښې او شاخونه تل په وده کې وي ، ریښه هم د ونې د کوچنې قد له کبله د غذاي مواد کمښت سره نه مخ کيږي.
د مناسبو نباتاتو په ټاکلو کې نه یواځې دا چې د نبات ښایست په پام کې نیول کېږی بلکې ځینې نور مسایل هم شته چې باید په پام کې ونیول شی لکه د لمر د مستقیمو وړانګو اندازه، د نور شدت او د ساتنځای شرایط په پام کې نیول ټاکونکی رول لري.
بونسای بېلابېل ډولونه لري لکه تل شنه بونسای، پاڼریژې (خزان داره)، مېوه لرونکي او بې مېوې خو تر ټولو په زړه پورې ډولونه يې په پاڼریژو ګروپ کې دي چې په ازاده هوا کې په اسانی سره وده (نمو) کوي د فصلونو د بدلونو په واړندې غبرګون ښایي او ځینې ډولونه په ژمي کې د پاڼو د رنګونو په بدلیدو او په پسرلي کې د زخو رامنځته کېدل تر ډېره په زړه پوري او د مينوالو د پام وړ وي لکه چینار، څېړۍ، بیچ beech (یو ډول ځنګلي ونه ده) او داسې نور.
دویم ډول یې تل شنه بونسای دي چې په دې ګروپ کې ستن پاڼي، سیتروس (نارنج باب) او داسې نور راځي چې شینوالی یې ډېر په زړه پورې او زړه راښکونکی دی، په تړلې چاپیریال (خونه) کې روزل کېږي.
دریم ډول غیر میوه لرونکي بونسای دی لکه فیکوس ،افرا چې روزل یې د بونسای نورو ډولونو ته لږ څه اسانه دي او دومره کار ډېر زیار ته اړتیا نه لري.
او څلورم ډول یې میوه لرونکي بونسای دی چې په دې ګروپ کې مڼه ، انار ، بهي او نور مېوه لرونکې ونې راځې خو کله چې دغه ونو ته موږ د بونسای شکل ورکوو نو بیا ترې مېوه اخیستل لږ څه مشکل دي په دغه ډولونو کې د ونې ډول ، وخت ، او مصنوعي تغذیه ډېره د اهمیت وړ ده.
که څه هم د بونسای روزل زیات وخت، مسلکي پوهې او زیار ته اړتیا لري، ترڅنګ یې زینتي او لوړ اقتصادي ارزښت هم لري چې ځینې ډولونه قیمت یې ان لکونه افغانۍ ته رسیږي چې کیدلای شي د یو ښه کاروبار په توګه ترې ګټه واخلو.