شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د مخ پوستکي ته د مستو ګټې

د مخ پوستکي ته د مستو ګټې

تاند- پوستکي ته د اوبو رسولو ښه لاره د مستو خوړل دي ځکه چې مستې پوستکی له وچوالي ساتي. په مستو کې چې کوم غوړ دي هغه د پوستکي د رطوبت لپاره ګټور دي.

مستې په کافي اندازه پروتین، کلسیم، ویټامینونه او پروبایټکونه لري چې د بدن په ښکلا ډیر تاثیرات لري. مستې اسید لاکتیک او انتي اکسیډن په درلودلو سره دا مرسته درسره کولای شي چې تاسو له مکروبونو خوندي وساتي او وچ پوستکي ته مو ګټه ورسوي.

هره ورځ یو څه مستې پر خپل مخ ومښئ او مساج ورکړئ، له ۱۰ دقیقو وروسته مخ په سړو اوبو ومینځئ.

که غواړئ چې پوستکی مو پاک او ښکلی وي، ۴ کاچوغې مستې واخلئ، له یوې کاشوغې شاتو سره یې یو ځای کړئ او په مخ مو د ۳۰ دقیقو لپاره پریږدئ، وروسته یې په یخو اوبو ومینځئ، دا کار په اوونۍ کې دوه یا درې ځلي تکرار کړئ.

 د پوستکي روښانه کول

که ستاسو په مخ د لمر له امله تور داغ یا پوستکي کې مو تیاره وي، نو مستې وکاروئ.

ساده مستې را واخلئ، د ۱۵ دقیقو لپاره یې په هعه ځای ومښئ چې تور داغ معلومیږي. وروسته مو مخ په یو پاک او نرم دستمال پاک کړئ، بیا یودانه رومي له یو دانه بادرنګ سره په یو ګلاس مستو کې ښه ګډ کړئ، بیا له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو پورې په تور داغ باندې پریږدئ، وروسته مو مخ ومینځئ، دا کار په اوونۍ کې دوه یا درې ځلي تکرار کړئ، له دې کار وروسته به ښکلی مخ ولرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب