یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بایډن خبرو ته غبرګون؛ مجاهد: د امریکا همکارۍ ته اړتيا نه...

د بایډن خبرو ته غبرګون؛ مجاهد: د امریکا همکارۍ ته اړتيا نه لرو

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانان د امریکا همکارۍ ته اړتيا نه لري او خپل هېواد په خپله جوړوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ته په منسوبو تازه څرګندونو کې راغلي، چې هغه افغانستان له خدای هېر شوی یا په غضب اخته هېواد بللی.

ذبيح الله مجاهد د افغانستان په اړه د هغه معلومات ناسم، خواشينونکي او عقده مندانه ګڼلي او زياته کړې ېې ده، چې افغانستان ښه امنيت او ثبات لري او دا خبرې پر ځای نه دي.

د طالبانو ویاند په داسې مهال د امریکا همکارۍ ته د نه اړتيا خبره کوي، چې افغانستان په يوه تر ټولو بد بشري او اقتصادي ناورين کې را ګېر دی.

د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او میلیونونه ماشومان یې په خوار ځواکۍ اخته دي.

د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې سیګار ويلي، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته موده کې افغانستان سره د ټولو شاوخوا یو نیم میلیارد امريکايي ډالرو ۱۱ سوه میلیونه یې امریکا متحده ایالاتو په يوازې ځان برابر کړي.

5 COMMENTS

  1. په افغان جرمن کښی د ننی ورځی اخبار کښی د نشر په هکله :

    جو بایدن اوس البتی وائی یعنی ادعا کوی چی خدای افغانستان هیر کړۍ دی او د افغانستان خلک هیڅوخت نشی سره متحد کیدای ! نه خیر جو بایدن د تاسو ډالرو ، سی آي اي او پنجابی پاکستان آي اس آي جاسوسیو دستګاو له خوا د افغان ملت ملی جهاد وخت کښی رنګارنګ ګروپونه د اسلام شعار لاندید خپلو خائینو هدفونو لپاره داسی تربیه کړی دی چی هم خپلو مینځو کښی سره اختلاف ولری او ددوی اختلاف هم ژبنی ، قومی او سمتی تفریقی رامینځ ته شی او هم د ظالم اتحادی شوروی لپاره دداسی افراطی غلامو ګروپونو په واسطه به دوامداره سردردی هم وی حتی هیلری کلنتن په حیث د وزیری خارجی علنی اظهار وکړ چی دا ټول ګروپونه مونږ رامینځ ته کړی دی او په ۱۹۸۱ کال کښی هم راته وویل شول چی کله شوروی یو مملکت باندی یرغل وکړی نو بیا دا مملکت نه خوشۍ کوی نو لدی کبله د شوروی مقابل کښی داسی افراطی ګروپونه حتمی او ضروری دی ولو چی ورته وویل شول چی تاسی باید د افغان ملت تاریخ ته رجوع وکړۍ او شورویان افغانستان کښی نشی پاتی کیدای تاسی د ا فغان ملت تاریخی ملی وحدت او ددی غیرتی ملت مینه او محبت د خپلی خاوری خپلواکی، مذهب ، کلتور ساتل د افغانستان تاریخ کښی مطالعه کړۍ ، د تاسی فعلی اقدامونه هم د افغان ملت لپاره او هم د تاسو لپاره مضر دی اما تاسی نه منله اوس مو په نورو چرندیاتو شروع کړیدی!!!
    امریکا او ناتو د افغان ملت ملی جهاد څخه ستره سوء استفاده وکړه دوی هم مضر ګروپونه پلانیز وروزل او هم ئی ددی خائینو غلامانو په وسیله ژبنی ، مذهبی ، قومی او سمتی تفریقی رامینځ ته کړی او تاسی باداران ددوی دوامدارو ساتلو لپاره د تاسو پلان لاندی د همه شمول حکومت بابولانی هم شروع کړیدی ، تاسی خائینین د خپلو چټلو هدفونو لپاره ځینی افغانی پورتالونه هم په ډالرو حمایه کوۍ اما د تاسی دا ټولی خائینی هلی ځلی بیا هم نتیجه نه ورکوی ، احمقه جو بایدنه د تاسی احمقانه ادعاچی خدای افغانستان هیر کړۍ دی او افغانان نشی سره متحد کیدای هیڅ معقول انسان نشی درسره منلۍ غیر له تاسو غلامانو څخه !!!!

  2. تالبان د امریکا همکارۍ ته خو هیڅ ضرورت نه لری ولی د امریکا د ډالرو کڅوړو ته يی په ډیره خوشحالۍ لاس نیولی دی او په ډیره خوشحالۍ یی تر لاسه کوی.
    او داسی بریښی چی د تالبانو هغه دالهی نصرت دعوی چی اسمانی پسونه ورته راتلل او دافغانستان او افغانانو د بربادۍ لپاره ورته په خرورونو باروت وړیا په لاس ورتلل اوس د امریکا او غربی نړۍ په نصرت بدل شول.

    تالبان که ریښتیا د امریکا مرستو ته ضرورت نه لری نو بیا دډالرو کڅوړی تری وانخلی او په عمل کی يی وښايی چی د امریکا او غرب مرستو ته هیڅ اړه نه لری.

    افغانان باید د بایډن خبرو ته د غبرګون نه مخکی په خپل ګریوان کی یو نظر واچوی او د خپلو بدبختیو او بدی ورځی اصلی ریښی وڅیړی چی ولی افغانان د بدبختیو پدی ګرداب کی راګیر دی.

    هغه پښتو متل دی چی په سرتور لوښی کی همیشه مچان لویږی او دا د افغانستان حال دی.

  3. دجوبايدن خبره مطلقن پر ځاي ده که د چا خوښيږي او يا نه.
    افغانان په دتيرو څلورو لسيزو کي د خپل جيب او د نورو د ګټو لپاره وجنګيدل، شعار يي جهاد، اسلام او ازادي وه خو هدف يي غلا او د افغانستان بربادي وه. دشخصي ګټو پرايوريټي پر ملي گټو باندي دومره او چته او هکسه وه اوده چي قدرت په هره برخه جنګسالارانو په لاس کي واخست. د غلوته وطن خاوره او ناموس دد وطن هيڅ ارزښت نه لري. که مجاهد دی که طالب دواړه د شخصي ګټو لپاره افغانستان دښمنان دي او په عين حال کي خپل منځ کي د شخصي رقابتپه تساس هم په يو بل اعتبار نه لري نو ځکه دوی هم ونکړای شو چي يوه منزمه لارښونه جوړه کړي.
    منزمه لارښونه او لارښود په وطن دوستو انسانانو جوړويږي نه په د خرځ شويو سياسيونو او تالبانو ځکه چي دواړو ته تر ملي شخصي ګټي په اولين کتار کي راځي.
    نو دا چي افغانان داسي يو ملي لاښود نه لري کوم چي دنړيوالي نورمونو په چوکاټ کي خپل راشه درشه بهرني نړي وګالي نو دلته د جوبايدن خبره د افغانستان په هکله صدق کوي.

  4. جو بایدن رښتیا وايي. الله پاک وایي چې زه ستاسو اعمال ګورم او د هغه پر بنسټ بر تاسو زعیم ټاکم. مونږ په دې تېرو څلوېښت کلونو پر يو بل څه ظلمونه او نارواويې ونه کړې. اول لعنتي پیک خولۍ کمونستانو افغانستان په خاورو ولړه. بیا پکول ولا لعنتی په نامه مجاهیدینو چې اففانستان یې لوټ او تالان کړ. بیا شرمېدولو لنګۍ دارو طالبانو چې دا دو ځله یې افغانستان دوهمې پېړۍ ته یوړلو. او ددوی تر منځ مستر قره قل او شمالې ټلوالې چې افغانستان یې خپل او خپلو دوستانو تر منځ وېشلئ و. په دې منځ کې دا څه پرمختګ هم چې شوی د سر لوڅو افغانانو او د همدې امریکایانو او ددوئ د ملګرو د مرستو له برکته شوئ. برباد شو افغانستان او بېچاره او در په دره ولس. نو دا که د پاک الله غضب نه دی نور څه دي؟ ای طالب او نا طالب مشرانو، که د انسانیت، افغانیت، او اسلامیت په نامه څه پېژنئ، خدای ته وګورئ او په دې بیچاره، یتیم، درپه دره، شهید، مظلوم، او زخمي ولس رحم وکړئ.

  5. د بادک بایدن څرګندونی د پراخ بحث وړ دی.
    د سکولریزم د مرکز حاکمان غیر مستقیم اعتراف کوی چی خدای شتون لری او فعّال شتون لری ( د بایدن د عقیدې خدای امریکائی ته تبسم کوی او افغان او وږی افریقائی ته په غضب دئ ).
    سکولر او توّابین او امپریالیزم ته تسلیم مارکسیسټان او ملحد او مذهبی ضد روشنفکران دی یو ځل د بایدن دا څرګندونی توجیّه کړی او نور مجلس به وروسته تر سره کړو.
    د ابن تیمیه او دیوبند شاګردانو او پیروانو د مذهب په ډګر کی هر څه بایلَول او روشنفکرانو د روشنفکری او بشری حقوقو د قاموس په کابوس کی هر څه بایلَول.
    د لاس وِګاس د قمارخانو د څلورمی برخی په ګټلو روپو ټول مسیحی وږی افریقائیان مړیږی او د خلیج د عربی هیوادونو خصوصاً سعودی او قطر او امارات په بېځایه اِسرافونو د اسلامی او عربی نړۍ ټول وږی انسانان مړیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب