یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د یوه اوسیدونکي لخوا کانکور کې د کاميابې شوې لور...

د ننګرهار د یوه اوسیدونکي لخوا کانکور کې د کاميابې شوې لور عکس خپریدو ته غبرګونونه

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ د ننګرهار د داعش ځپلې سیمې ( اچین ولسوالۍ) یوه اوسیدونکي عزت افغان په خپله فیسبوک پاڼه کې د کانکور ازموینې ته د خپلې کاميابې شوې لور عکس خپور کړی، چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی.

ښاغلي افغان ليکلي:«وياړلې لورکه مې ( ازانګه ) په سږني کانکور ازموينه کې د ننګرهار کمپيوټر ساینس ته بريالۍ شوې ده.د عمران خان د نظريو خاوندانو ته داسې وايم چه ازانګه د شینوارو د ميړني او پښتون ولس وياړلې او په علم سمبال لور ده چې غواړي د خپل وطن د اقتصادي- سېاسي او اجتماعي عزت د لاسته راوړنې لپاره نړيوالو ته ثابته کړي چه يوه مسلمانه افغانه او پښتنه انجلۍ کولی شي د کمپيوټر ساينس په نوې ټکنالوژۍ کې هم افغانستان چاته محتاج نه اوسي.»

افغان ژورنالیست سید سلیمان اشنا د نوموړي د دغه پوسټ له شریکولو سره ليکلي:«په دې ویاړ ډک پوست دی نیم افغانستان راویښ کړ. مدنیت او مدني فعالیت همدې ته وایي.🙏»

ډېرو نورو فعالانو هم د عزت افغان دغه اقدام هڅولی او له نورو پښتنو يې هم غوښتي، چې خپلې نجونې زده کړو ته واستوي، عکسونه یې د هڅونې لپاره خپاره کړي او په دې کار نه يوازې ونه شرميږي،بلکې وویاړي.

 د افغانستان د کانکور د سږنۍ ازموینې پایلې پرون اعلان شوې، چې په لومړیو لسو پورته بریالیو کسانو کې ېې یوه نجلۍ هم نه وه شامله.

تېر کال د کانکور ازموینې عمومي اول نومره د سلګۍ باران په نوم یوه نجلۍ وه، چې د لغمان ولايت سره ېې تړاو درلود.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د سلګونه زره نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو تړل کیدل او د ښځینه وو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات په سږني کانکور کې د نجونو د کمرنګه ګډون او پایلو اصلي دليل ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب