(دري که پارسي، که دواړه ؟!)
د پښتو ژبې ريښه او ادبیات:
وروستیو څېړنو ښودلې ده، چې پښتو له اصله یوه اریایي ژبه ده، او اوږد تاریخ لري. نو ځکه خو هانري راورټي هم په دي اړه داسې کښلي دي: «چې پښتو یوه لرغونې ژبه ده او له هرې بلې ژبې نه توپير لري.»۱
همدا ډول یو بل څېړونکي هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې «پښتو یوه اریایي ژبه او بی له شکه د هندو جرمانیک ژبو د ستري ډلې یوه څانګه ده.»۲ ډورن بیا نه یوازې پښتو یوه سوچه اریایي ژبه بللی ده، بلکې په دې یې ټینګار کړیدی چې «پښتو د هندو فارسي ژبو په یوه لویه کورنۍ کې شامله ژبه ده.»۳
له دغو ځېړنو پرته یو شمېر نورو څېړونکو پښتو ژبه، کله هندې ډلګۍ پورې او کله هم یو شمېر نورو اریاني ډلې پورې تړلې ده.
جمیز ډارمسټرهم په لومړي سرکې «هند ته د فلالوجیکو مطالعاتو د سفر رپوټ په نومې «اثر کې، چې په ۱۸۸۷ کال خپور شویدی، څرګنده کړېده، چې پښتو هندي ډلګۍ پورې اړه لري.»[1] یوه بل ژبپوه او څېړونکي « شیلې » بیا پښتو په پرتلیزې فلالوژي نومې اثر کې پښتو د اریایي ژبو په کتار کې درولې ده. (وګورئ ۲۹۹ مخ)
یوه ډله څېړونکي بیا په یوه خوله دا خبره کوي، چې پښتو یوه ستره اریایي ژبه ده، چې له ختیځې څانګې سره تړاو لري. جورج مارګنسټرن په دې اند دی، چې پښتو په ختیځه اریایي ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته نږدې ده …
وروستیو څېړونکو په وروستیو څرګندونو کې د ټولو هغو ژبپوهانو او څېړونکو، لکه راورټی، ویلیم جونز، کلاپروت، الفستن، جان ملکم، ډورن، پاټ، رابرت لیچ، اودولف، ترومپ، ډارمستر، ماکس مولراو د لسګونو نورو څېړونکو راز راز څرګندونو ته د پاي ټکی کېښود.
ګڼو ژبپوهانو، لرغون پېژندونکواو تاریخپوهانو، لکه څرنګه چې پښتو ژبه یوه لرغونې اریایي ژبه وګڼله، دارنګه یې پښتانه هم یو اریایي ټبر وګاڼه،چې څونمونې دادي :
۱ـ یوناني تاریخپوه هیرودوت (۴۸۶-۴۲۶ م ز) پښتانه پخپل تاریخ کې د پختویس (پکتویس) په بڼه کښلي دي، د ده په څرګندونو کې هغو دوه تنو ته په اشاره چې داریوش ورته دنده سپارلی وه، اباسین چېرته په سمندر ګډیږي؟ دوی خپل سفر د «کسپتیروس» له ښاره او د پکتیکا(پکتین ، پښتین ) له هېواده پيل کړ.
۲- هانري بیلو، هنري لوونتال، جورج ګریرسن، سراولف کارو او ګڼشمیرو نورو د هېرودت پکتیکا او پختیوس کلیمې له اوسنۍ پښتونخوا سره ورته بللې دي… ولې ګریرسن د پښتون اوسنی کلمه داریایانو په لرغونو سرودونو کې د پکتاس (پختاس ) له کلمې سره یو شی ګڼلي.
۳- د هیرودوت پکتویس نظریه بیا مارګنسترن ته د منلو وړ نه ښکاري، ولې د هیرودوت «اپاروتي» له اوسنيي «اپریدي» سره یو شی او ورته بولي.
د مارګنسترن څرګندونې هم د کاڼي کرښي ندی، مثال په اسلامي دایرة المعارف کې (لومړی ټوک ۲۱۷ مخ) را غلی دي ، غزنوي سلطان محمود په پښتنو یرغل وکړ او سزایې ورکړه…دده په اند چې ګنې دا خبره بیهقي کړیده اوحال دا چې بیهقي په دې اړه هیڅ یادونه نده کړي. یا مارګنسترن دا خبره چې د ابدالیانو نسب مجهول دی… دغه تېروتنې نورو هم غبرګې کړېدي .
۴- احمد علی کهزاد د افغانستان په تاریخ کې د پښتنو اصلي ټاټوبی د ویدي سرودونو له مخې او د هغه وخت د سندرو پر بنسټ «بخدي» (اوسنی بلخ) ګڼي .
هیرودت په دې ټینګار کوي، چې د ننګه هارا پکتیان د بخدي له خلکو سره په یو شمېر ټولنیزو مناسباتو کې ډېر نږدې وو.
۵- د سکندر په وخت کې د کونړ، باجوړ، چترال او سوات پښتانه د اسواکا، اسواغانه په نوم یادیدل، چې سنسګرت ورته دغه نوم کارولی دی . هغه پښتانه چې په کونړ کې د سکندر پر وړاندې جنګېدلی وو «اسپه سي» وه، چې وروستیو څېړونکو یوسفزي ګڼلی دي.
۶- که چېرې د لرغونو متونو له مخې وښېيو چې پښتانه په لومړی سر بخدي کې اوسیدل، خو همدرانګه معاصرو څېړونکو هم د دې خبرو پخلی کړیدی چې پښتانه په بیلابیلو پړاوونو کې په مروې، غور، غزني، هرات، کندهار، هلمند، زابل، کابل، پکتیا، ننګرهار، سند او د ګندهارا بیلابیلو سیمو کې ودان وو.
ګڼ څېړونکی انګېري لکه حدود العالم من المشرق الی المغرب، عتبی، ابن اثیر، ابن بطوطه، ګردیزی عبد الحی بن ضحاک، ډورن، بیهقی، فرشته، میر خواند، البیرونی، طبقات ناصري راورټی، هیروي، بیلو هنري، سراولف کارو، جورج کننګم، ګریرسن، هون څانګ، سنهیتااو په لسګونو لرغون پوهان، ژبپوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې پښتانه د تاریخ په اوږدو کې له امونه تر اټکه، له هرات تر کشمیره، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه د عربو تر سمندرګي پورې ودان، اباد او استوګن ول.
یو شمېر لیکوالو او شاعرانو هم دېته ورته اشاري کړیدي او تر ډېره بریده دامني، چې په افغانستان کې مېشت اریایي قومونه له سیحون (سر دریا)، جیحون (امو سین) نه نیولې تر اندوس (اباسین) پورې یانې په ټوله کې هندو اریايي توکمه وګړي اوسېږي.
په یوه حساب ان اټک (اباسین) نه پنځه میله اخواته هم افغانان ابادوو:
۱ـ موکب منصور او هنوز به موهند
برتن افغان تنیده است فغان را
«ویهند»
۲- نه ګفتم چیز جز یا رب نه جستم چیز جز رستن
نه راندم اسب جز پویه ندیدم خلق جز افغان
«مسعود سعد سلمان»
۳- د «پختیان» کلمه پخوانیو فارسي شاعرانو د «پختون» او د تازیک کلمه یې د تاجیک مترادفه ګڼلې، فرخي وایی:
تازیان اندر حصاري قافله در قافله
بختیان اندر صحاري کاروان در کاروان
یا دا چې:
بختیان نفس من که جرس دار شوند
ازدهان جرس افغان خراسان یابم
«خاقانی»
ابو الفرج روني په دې اند دی چې زر (۱۰۰۰) کاله وړاندې «ویهند» د افغانانو مرکز وو، دی په یوه شعر کې کاږي:
موکب منصور او هنوز به موهند
بر تن افغان همی تنیده است فغان را
(ویهند)
په یوه بل بیت کې «افغان» یې خپل هېواد ګڼلی دی، په دې شعر کې ګورو چې د اسلام د خپرولو یوه بېلګه په ګوته کوي:
شکسته ګشت به تیغ تو لشکر کفار
خراب شد به سپاه تو کشور افغان
پوهاند جاوید پخپل کتاب «اوستا» کې د «افغان» د کلمې په اړه کښلي دی:
«زمانشاه در مکتوبی که عنوانی «رشید» پادشا نوشته و متن آن در مجله اریانا شماره حمل ۱۳۴۳ منتشر شده در دو جای از قلمرو دراني بنام مملکت» افغانیه و ولایت افغانیه یاد میکند… »[2]
د «شاهنامې» په ملحقاتو کې «مرز افغان» د افغان د هېواد په مانا دی:
همه مرز افغان به هم بر زنم
بدین دژ زکین اتش اندر زنم [3]
په تاریخ نامه هرات کې سیف بن محمد یعقوب هروي په ۷ مې هجري پېړۍ کې ۳۵ واره د افغانستان کلمه او دوه وارې د «اوغانستان» کلمه لیکلی ده… په تزک کې هم افغانستان یادونه شوېده…
جهانګیر په جهانګیر نامه کې هم د افغان یادونه کړېده، چې د خواجه ابو حسن له خوا لیکل شوېده .
د احمد شاه دراني معاصر «مولف ماثرا الامرا… افغانستان مباهي ګشته از حسن ابدال رخصت تعلقه یافت».
په شمس النهار کې هم «ملک افغانستان… او په ۱۱ مه ګڼه کې «ترقي مدارج در افغانستان» هم تر دغه سرلیک لاندې یو مضمون یا مقاله هم کښل شوېده.[4]
زمانشاه هم هغه لیک چې عثماني صدر اعظم ته په ۱۲۳۴ق کال مدینی منوری ته کښلی وه د «افغاني مملکت» یادونه شوې وه .
په اکسیر التواریخ کې هم د افغان دکلیمې یادونه ، داسې شوې ده چې په دغه شعر کې ګورو:
پر داخت بیکباره همه لشکر خوارزم
در زیر سم باره همه کشور افغان
په لسګونو پارسي شعرونو او ادبیاتو کې د افغان هېواد یادونه شوېده او دغه هېواد یې د خپل جغرافیوي موقعیت له مخې دومره موهم پخپلو شعرونو کې انځور کړیدی، چې ان د اسیا په وچه کې ځانګړی ارزښت لري او د «اریان» زړه یې بولي: afghanstan the heart of ariyan اقبال وایي:
اسیا یک پيکر آب و ګل است
ملت افغان در ان پیکر دل است
از فساد او فساد اسیا
از ګشاد او ګشاد اسیا
په پښتو ادبیاتو کې په ځانګړي ډول په لیکلي ادب کې، چې پيل یې د امیر کړور سوري (۱۳۹ ه) له شعر نه کيږي، چې لرغوني ادبي پير نه تر مینځني ادبي پېر پورې چې کوم ادبي بهیرونه او بیا تر را وروسته پير پورې په سلګونو پښتو شعرونو کې د افغان او افغانستا ن د نوم یادونه شوېده، چې یوه بیلګه یې د خوشحال خان خټک په دې شعر سره:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
همدارنګه دترکیې هېوادکې دسلطان احمدخان د موزیم په یوې قطبنامه کې(لیکوال پخپله ولېده ) دافغانستان نوم یادونه په ۱۷۳۸کال شوې ده اوڅلور خواته یې،لودیځ ته عجمستان(اوسنی ایران )،ختیځ ته چین ،شمال ته سغدانیه (اوسنی سمرقند او بخارا ) جنوب ختیځ ته هند سمندرموقېعت لري او له دې سربېره په ۱۷۸۲ کال دهند دختیځې کمپنۍ مامور« جورج پوستر »په یوه سفر کې چې له کشمیر نه پېښور،کابل ،کندهار،هرات،ایران اود روسې له لار ې لندن ته په لاره وو«پخپلې لیکلې سفر نامه » کې دوه وارې دافغانستان نوم یاد کړې اود افغان ملت خطاب ورته کوي .
همدا ډول دقاجاریانوپاچا فتح علیشاه خپل وزیرحاجي ابراهیم ته سپارښتنه وکړه چې دزمان شاه
صدر اعظم وفادار ته لیک واستوي،چې موږ له شاه محمود نه ملاتړنه کوو… په دغه لیک کې دافغانستان نوم اخستل شوی،چې موږ «په افغانستان برید نه کوو..» (وګورۍ له احمدشاه ابدالي ترحامدکرزي ۴۷مخ )
لکه څرنګه چې پښتو ژبه او پښو ادبیات اوږد او رنګین تاریخ لري، دارنګه دري او پارسي ادبیاتو هم په بیلابیلو پيرونو او بهیرونو کې لوړ مقام خپل کړیدی، چې په لنډیز یې یادونه کوو
دري ژبه او ادبیات:
لکه څرنګه چې مو په تېر بحث کې د افغانستان د لرغونو ویدی او اوستایي ژبو په اړه خبرې وکړې او یا د ګندهاریانو پراګریت ژبې ته تم شو او په ټوله کې مو د سنسګرت، پرثوي (پهلوي پارتی)، سغدي، اسکایي، تخاري ، پهلوي ساسا ني یا دنورو اریا یي ژبویادونه وکړه اوبیا دې پا یلې ته ورسېدو، چې یادو ژبو یو پر بل اغیز درلود…
د ساري په توګه د يپتلیانو د واک په پېر کې د سغدي ژبې دریځ او په پهلوی ساساني د هغې ژبې اغیزه چې په پاې کې په دري ژبې هم دغه اغیز له پامه نشي غورځیدلی، یوه موهمه بېلګه یې ګڼلی شو.
که چېرې موږ درې ژبه د تخاري ژبې یوه لهجه وګڼو، نو په دې بنسټ د درې شتون د دوه زره (۲۰۰۰) کالو په شاو کې یقینی دی چې له ختیځ نه لویدیځ ته لېږدېدلې ده …
ولې پرثوي سغدي او تخاري د امو رود دواړو غاړو ته ویل کېدې، چې د درې ژبې په جوړښت کې اغیزمنې وې، خو د درې ژبې د رغاونې مانا دا نه ده چې پهلوي ژبه له مینځه لاړه او بیا له دې څخه درې ژبه وزیږیده، بلکې پهلوي او دري دوه ژبې وې، چې په موازي توګه یې وده کړیده.
دغه دواړه ژبې، چې پهلوي په پارس کې او درې په افغانستان کې ویل کېدې، ورورو یې پراختیا ومونده. ولې دا چې دغه ژبې یو له بله ډېرې نږدې وې، هغه ددواړو ژبوکورنۍ نږدې والی وواوهم د دواړو هېوادونو تر مینځ ټولنیز او هر اړخیزه نږدې والی …
دا چې د صفاریانو او سامانیانو د واک په مهال د درې ژبې پرمختګ لیدلی کېږي مانا یې دا نده، چې ناڅاپي توګه دري دې پړاو ته ورسېده.
بلکي له اسلامي پېر نه دمخه هم درې ژبی د سغدي، پهلوي خراساني او هم د پهلوي ساساني په مینځ کې ودې ته لاره پرانستې وه، یانې که چېرې د درې ژبې لرغونتوب نه وی نو په څلورمه لیږدي پېړۍ کی به د شعر جوګه نه ګڼل کېده.
هغه وخت چې عربي ژبه په سیمه کې په ځانګړي ډول په ایران، افغانستان او مینځنۍ اسیا کې د عربو او مسلمانانو له خوا د لیک لوست ژبه شوه په ټولو سیمه ییزو ژبو یې اغیزه وکړه او په تېره په اوسني ایران، دا ځکه چې نیشاپور د خراسان پلازمینه وه او د عربانو لومړنی پلاز ګڼل کېده.
همدا لامل وو، چې په دریمې او څلورمې لیږدیزو پېړېیو کې پهلوي لکیدود له مینځه لاړ، خو په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د آمو رود دواړو غاړو ته په درې ژبه خبرې کېدې او ورورو یې هغو سیمو ته هم لاره پرانسته چې د وګړو دویمه ژبه یې پهلوي ساساني وه او د ایران په لویدیز کې لا هم دغه ژبه په اومې لېږدي پېړۍ کی بیخې له مینځه لاړه.
درې ژبه تر څلورمې هجرې پورې یوازې د افغانستان او ماورالنهر ژبه وه، لا ایران ته نه وه رسیدلې.
خو د سامانیانو د واک په وروستیو او د غزنویانو د واک په او ایلوکې، په ځانګړي ډول کله چې غزنویانو د خراسان یو شمېر سیمې، ګرګان، رې، مشهد، نیشاپور او ان تر اصفهانه پورې پرمختګ وکړ، دري د یوې ادبي ژبې په توګه د پهلوي ساساني ځاې ونیو.
د ناصر خسرو بلخي د سفر نامې پر بنسټ، چې کله دی له بلخ نه د هېواد لویدیځ لورته ځي د پنځمې هجري پېړۍ په نیمایي کې لیکلي دي: «په تبریز کې مې یو شاعر ولید، چې ښه شعر یې وېل، خو په پارسي ژبه سم نپوهېده، د منجیک دېوان او د قیقی دیوان ورسره ول، ماته یې ولوستل، خو چې مانا کول یی ورته سخت وولمانه به یې پوښتنه کوله ،بیا یې خپل شعرونه راته ولوستل… »
د اسلام له خپریدو وروسته، د دري ژبې ډير پخوانی شعر، چې په خراسان او سیستان کې تر سترګو شوی د «حنظله» بادغېسي او محمد بن وصیف سکزي دري شعرونه دي، چې تر موږه رارسېدلي دي.
د درې ژبې هغه نثرونه، چې د سامانیانو او د غزنویانو په پېر کې کښل شویدي لکه تاریخ طبري، حدود العالم، تاریخ بیهقي ،کلیله ودمنه، د عروضي چار مقاله او همدارنګه په نظم کې لومړني اثار، چې تر موږه رسیدلی دي، د بلخي او سیستاني، شاهنامه دقیقي بلخي، حدیقه سنايي غزنوي او مثنوي مولوی بلخي او نور یاد ولی شو.
دا چې ولې دېته دري ژبه ویل کېږي په دې تړاو بیلابیلوڅېړنو او انګېرنو ته تم کېږو :
ـ ۱- یو شمېر انګېرنې داسې دي، دېته ځکه درې وایي، چې د افغانستان په درو، د غرونو تر مینځ چې کومې سیمې پرتې وي او وګړي یې په دې ژبه ګړېدل، نو ځکه خو یې دېته دري ژبه وویل .
ـ ۲- وروسته چې دري ژبه د ګړدود او لیکدود ژبه شوه، نو بیا یې دربارته لاره پرانسته او د درباریانو ژبه وګڼل شوه، نو ځکه پرې دغه نوم کېښودل شو.
ـ ۳- دې ژبې ته ځکه «دري» ویل کېږي، چې له «تخاری» راوتې ده او کله چې د تخاري لومړی نوم «تهري» وو، د «ت» اواز او د دغه غږیز توري ځای «د» ونیو، نو ځکه خو یو شمېر کسان انګېري چې «تهري» اوښتې بڼه «دري» ده .
دا چې ولې «دري» فارسي شوه او یا فارسي دري شوه، په اړه څو شعرونو ته سر ورښکاره کوو :
یکي تازه کن قصه زرتشت ـ به نظم دري و به خط درشت
بفرمود تا فارسي دري ـ بنوشند و کوتاه شد داوري
(فردوسي)
من آنم که در پای خوکان نریزم – مرین قیمتی در لفظ دري را
(ناصر خسرو)
هزار بلبل دستانسرای عاشق را – بباید از تو سخن ګفتن دري اموخت
(سعدي)
ز شعر دلکش حافظه کسی شود اګاه – که لطف طبع و سخن ګفتن دري داند
(حافظ)
د دري ادبیاتو بیلابیل پړاوونه:
هغه وخت چې د اسلام سپېڅلی دین په افغانستان کې خپور شو، د هغه مهال شاعرانو تر ډېره بریده په عربي ژبه شعر وایه. ولې د مسلمانانو له فتوحاتو دوه او دري پېړۍ تيرې وې، یو شمېر سیمه ییزه ژبې، چې تر ډېره عربي اغیز پرې نه وو پروت لکه د غور په څېر غرنۍ سیمې یادولی شو چې نسبتاً خپلواکې وې، په همغې ژبې شعر وایه، لکه په دویمې هجري پېړۍ کې پښتو شعر، چې موږ د بېلګې په توګه د امیر کړوړ شعر (۱۳۹ ه) یادولی شو.
خو هغه سیمې چې تر ډېره بریده د عربي فرهنګ تر اغیز لاندې وي، هلته دري د دویمې ژبې بڼه خپله کړې وه. په ځانګړي ډول ابو مسلم خراساني، چې د خلکو په ملاتړ اموي خلافت ته د پاې ټکی کېښود، عباسیان واک ته ورسېدل او سیمه ییزو ژبو ورورو سر راپورته کړ.
له هارون الرشید وروسته د مامون د خلافت په مهال فقهی، نحو او تاریخ لیکنه کې یو څه پرمختګونه رامینځته شول حنفې، حنبلې، مالکي او شافعی فقهی او مذهبونو ته هم لاره پرانستل شوه.
په دغه وخت هغه سیمې چې د عربو له پلاز نه لرې په ماورالنهر او د امو دواړو غاړو ته پرتې وې، ان د فلات تر ختیځه پورې په درې ژبه خبري کېډې او د درې ژبې لیکلی ادب په عربي الفبا کښل کېده.
د دري ژبې لرغوني شاعران، چې شعرونه یې زموږ په واک کې دي، په دغه لړ کې حنظله بادغیسي، ابو العباس مروزي، ابو حفص سغدي، محمد بن وصیف سکزي او محمود وراق هروي یادولی شو.
دارمستر په دې اند دی، چې ابو العباس مروزي د دري ژبې لومړی شاعر دی، یو شمېر نور څېړونکی، په دې لړ کې «العجم شمس قیص په دې ټنیګار کوي، چی «ابو حفص سغدي» د دري ژبې لومړی شاعر دی او د شعر نمونه یې په دې ډول په ګوته کړیده :
آهوی کوهي در دشت چګونه دودا
یار ندارد بې یار چګونه بودا
ځنې څېړنکي د درې ژبې لرغون شاعر حنظله بادغېسي ګڼي، او یوازینی لاسوند دا ښېي، چې ګنې نوموړی له صفاریانو دمخه تېر شویدی.
همدا ډول د دغو لرغونو شاعرانو په لړ کې محمد بن وصیف سکزي او محمود وراق هېروي هم د یادولو وړ ګڼلی کېږي.
د دغو څرګندونو له مخې دی پایلې ته رسېږو، چې لرغوني او پخواني شعرونه چې په دري ژبه کښل شوي دي، هغه هم د اسلام د دین له خپرېدو وروسته، په خراسان او سیستان کې موندل شوي دي، نه په پارس او اوسنی ایران کي.
بنسټیزه خبره دا ده، چې د اسلام له خپریدو وروسته د افغانستان د شاهانو لړۍ له طاهریانو او صفاریانو نه پیلېږي. په دغو پېرونو کې د دري ادبیاتو بهیرونو ته لاره پرانستل شوه او دا وده دومره چټکه شوه، چې ان د «خراساني سپک» په نوم یې د یوه ادبي بهیر بنسټ کښود.
په دغه پېر کې د شعر ادبي او هنري ارزښت ته ځانګړې دب دبه وبښل شوه، دري شعر د څلوریځي او رباعي بڼه خپله کړه او په دې چوکاټ کې ګڼ شمېر شعرونه ولیکل شول.
د خراساني سپک ځانګړنې دافغانستان بیلابیلو سیمو ته لاره وکړه، چې موږ بلخ، غزني او ان د خراسان یو شمېر سیمې بخارا، سمرقند او خوارزم د ساري په توګه یادولی شو، چې یو شمېر ادب پوهانو د وروستیو نومونو په تړاو دېته د ترکستان سپک نوم هم ورکړیدی.
په دغه ادبي پېر کې له رباعي پا څلوریځي پرته فیصدې، غزل او یو شمېر د شعر نورې بڼې په درې شاعرۍ کې مینځته راغلې.
د شعر له دغو بڼو سربېره دري شعر نورې بڼې هم خپلې کړې او په ځانګړي ډول د سامانیانو د واکمنۍ په مهال چې دري ادبیاتو ته ډېره پاملرنه کېده، داسې شاعران ادبي ډګر ته راووتل، چې موږ د ساري په توګه «رودکي» یادولی شو.
که څه هم د سامانیانو پلاز کله بلخ او کله هم بخارا وو، ولې د علم او ادب نامتو ټاټوبی سمرقند ګڼل کېده او د «شاهنامی» بنسټ هم د سامانیانو د واک او ځواک په مهال کېښودل شو.
ښايي د شعر او ادب د دې پرمختګ لامل هم دا وو، چې یو خو نوح بن منصور، پخپله شاعر وو او بل د ده په دربار او سردارانو کې د پوهې او ادب خاوندانو ونډه درلوده، چې موږ ابو الفضل بلعمي او جیهاني، شهید بلخي، مرادي، ابو شکور بلخي، ابو العباس بخاري، ابو المظفر نیشاپوري، رودکي، دقیقي، ابو الفتح بستي او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
په دغه پېر کې یو شمېر داسې شاعران هم وو چې موږ ابو شکور بلخي یادولی شو چې د مثنوي شعر بنسټ یې کېښود، شهید بلخي چې د غزلو دیوان یې وکېښ او ابو منصور شاهنامه ولیکله، چې د دا ډول شاعرانو شمېر ۲۷ تنو ته رسېده، او تر ډېره پورې دغه شاعران د ادبي او هنري نوښت څښتن ول، په دغه ادبي پېر کې دري ژبې له شعر نه سربېره نثر هم درلود .
ساماني شهزاده خپل وزیر بلعمي ته سپارښتنه وکړه چې د طبري تاریخ له عربي نه درې ژبې ته وژباړي، چې دري ژبې بیا د دې نثر ویاړلی تاج په سر کړ، دغه ویاړیې ابدي کړ او بلعمي هم د دري نثر پلار وګڼل شو.
که له یوې خوا «رودکي (ابو عبد الله جعفر بن محمد ۲۶۷ زوکړه) د دري ژبې ادب ته وده او پرمختګ وبښه، خو له بلې خوا د دقیقی او فردوسي په څېر شاعرانو دري شعر کې حماسي ،رزمي او بزمي شاعرۍ ته لاره پرانسته.
که څه هم په اریایي لرغونو ژبو، ویدا، اوستا او نورو کې حماسي رنګ او خوند لیدلی کېږي، خو په راوروسته کې، د ادب او هنر دغه دود په نورو اریایي ژبو کې هم وپالل شو، چې موږ پښتو او دري ژبه د ساري په توګه یادولی شو.
د سامانیانو د واک په ورستیو، څلورمه پيړۍ کې د ابو منصور شاهنامې سربیره، د مسعودي مروزي شاهنامه او بلخې شاهنامه چې بنسټ یې په باختر(بلخ) کې کېښودل شو او بیا یې غزنوي دربار ته هم لاره پرانسته، چې موږ د فردوسي شاهنامه د ساري په توګه یادلوی شو.
که څه هم د غزنویانو د واک په سر کې لومړنی شاعر دقیقی وو چې شاهنامه لیکنې ته وهڅول شو، چې له زرو (۱۰۰۰) بیتونو وروسته ووژل شو، چې دغه بیتونه د «ګشتاسپ نامې پنوم نامتو وه، چې بیا د فردوسي له خوا وغوځېده.
نوموړي په ۳۶۵ ه کال د څلویښتو کالو په موده کې شاهنامې لیکنی ته دوام ورکړ او د شپېته (۶۰) زرو په شاوخوا کې بیتونه وکښل.
د فردوسي شاهنامې مینځپانګه او ارزښټ په دې کې وو، چې د افغانستان استوروي تاریخ ته یې یوه لویه معنوي شتمني په میراث پريښوده، چې موږ د ساري په توګه، د اوستا د متون بېلګې لکه د کیومرث او کیاني واکمنو یادونه، د جم او فریدون حکایتونه، د کاوه، کیکاووس او د جمشید د استانونه، د زابل، کابل، بلخ او سیستان کیسې او افساني، د یوناني سکندر، هخامنشیانو، اشکانیانو او ان تر اسلامي پېره پورې یو شمېر څرګندوني یادولی شو .
په شاهنامه کې ادبي رنګ او خوند، د افغانستان تاریخي او جغرافیوي انځور، د زردشت مذهبي او ملي دریځ، د پارا داتیانو (پيشدادیان) اسپه زېیو، د زال او رستم داستانونه ،د رودابې او د کابلي مهراب شاه افساني، د سمنګانو له شهزادګۍ سره د رستم واده، د توران پاچا افراسیاب او د منوچهر د زوې زړه بوګنوونکي کیسه او دا ډول نیمه تاریخي کیسې او استورې په دغه ګټور اثر کې لوستلی شو.
د غزنویانو په پېر کې د فردوسي له شهنامې پرته په دري شعر کې قصیدې یوه نوي ادبي غورځنګ ته لاره پرانسته او په دغه ادبي بهیر کې د عنصري (د محمود د دربار ملک الشعرا، ابو القاسم حسن)، هیروي (عبد العزیز بن منصور)، فرخي سیستاني، منوچهر، مسعود سعد، سید حسن بن ناصر علوي، ناصر خسرو بلخي، انوري (محمد بن محمد بن اسحاق)، ظهیر فاریابي (ابو فضل طاهر بن محمد ظهیر الدین)، په داستاني ادبیاتو کې امیر خسرو (دهلوي )، عمر خیام (د څلوریځو مخکښ او انځور ګر شاعر د ابراهیم نیشاپوري زوی ۵۲۰ ه کې ومړ)، رابعه بلخي ( د رودکي معاصره)، سنایي غزنوي (۴۷۳-۵۳۵ ه) لومړنی صوفي شاعر، عطار (شیخ فرید الدین عطار نیشاپوری په ۶۲۷ ه کی مړ، مولانا جلال الدین محمد بلخی (د بهاوالدین محمد زوی) ستر صوفی شاعر چې په (۶۰۴ ه – ۶۷۲ ه) قونیه کې ومړ او د عراقي سپک بنسټ یې کېښود.
له سامانیانو را واخله تر غزنوي او سلجوقي پېرونو او ان د دري ادبیاتو تر معاصره پېره پورې نه یوازې دري شعر وده وکړه بلکې په نثر کې هم، په یادو بیلابیلو بهیرونو او پېرونو کې یې ډېره پرمختیا او پراختیا ومونده، چې موږ په دغه لړ کې لاندې لیکنو ته سر ښکاره کوو.
ـ تاریخي بیهقي، چې د ابو الفضل محمد بن حسین کاتب بیهقي له خوا (۴۵۱-۴۶۷ ه) په دېرشو (۳۰) څپرکو کې ولیکل شو ، خو د مغلو له برید نه وروسته شپږ (۶) څپرکې د تاریخي مسعودي پنوم پاتې شول چې د بیهقي تاریخ په نوم یادیږی .
ـ زین الاخبار ګردیزي، چې د عبدالحی بن ضحاک بن محمد ګردیزي له خوا دغه تاریخ (۴۴۰-۴۴۴ ه) لیکلی شویدی.
ـ قابوسنامه، دغه کتاب عنصرالمعالی کیکاووس له خوا لیکل شویدی ، څلور څپرکي لري، اخلاقي مینځپانګه یې د پام وړ ده.
له دې پرته د بوعلي دانشنامه، د ابن سینا دانشنامه، دالتفهیم البیروني، کلیله و دمنه ابو المعالي، د خواجه نظام الملک سیاست نامه، د نظامي عروضي چهار مقاله (۵۵۰ ه کال)، کشف المحجوب (اسرار التوحید تذکرة الاولیا)، اسرار التوحید، د شیخ فرید الدین عطار تذکرة الاولیا او نور یادولی شو.
په دري ادبیاتو کې رینسانس
د نړۍ په تاریخ کې د اروپا مینځنۍ پېړۍ د بشرې ټولنې دنه ودې او پرمختګ لپاره یوه ستره غمیزه ګڼلی کېږي او لږ تر لږه د لسو پېړېیو په شاوخوا کې تر هغی دوام مومي چې د «هیومانیزم» مکتب او د رنسانس پېر مینځته راځي.
همدا راز د افغانستان په تاریخ کې یوه توره خونړۍ دوره، هغه مهال پيل شوه، چې خونړي چنګیز د افغانستان ټول، ټولنیز بنسټونه د اور د لمبو خوراک کړل، لا دغه لمبې له زوره نه وې ناستې، چې ګوډ تیمور د چنګیز خونړي بریدونه بیا راغبرګ کړل.
کوم فرهنګي، سیاسي او اقتصادي زیانونه چې افغانانو ولیدل، په دغه لړ کې یو هم زموږ ادبیات وو.
د ګوډ تیمور له مرګه وروسته زوې یې شاه رخ، هرات کې واک ته ورسېد. ده ډېر کوشش وکړ، چې د پلار فرهنګي کنډوالې له سره ورغوي.
که څه د جګړو په مهال ډېر پوهان او عالمان له هېواده وتلي وه او د نړۍ نورو هېوادونو ته یې کډه کړې وه، چې موږ په دغه لړ کې جلال الدین محمد مولانا بلخ د بهاوالدین محمد زوی یادولی شو. بهاوالدین چې د علاوالدین خوارزم د لور له خوا لمسی کیده او په ۶۱۷ ه کال په شاوخوا کې چې مولوی ۱۴ کلن وو نیشاپور ته لاړ او بیا یې له فرید الدین عطار نه دوعا واخسته او مکي ته سفر وکړ.
وروسته اسیا صغیر ته کډه شو او بیا د سلطان علاوالدین کیقباد په بلنه (۶۱۷-۶۲۶) چې په روم کې د سلجوقیانو دولسم پاچا وه، د هغه د حکومت پلازمینې قونیه ته لاړ.
ولې بیا هم د تیموریانو پاتی سونو په هرات او سمرقند کې د علم او پوهې ډیوه بله کړه، که د شاه رخ پلاز هرات وو، خو د الغ بیک د سلطنت پلازمېنه سمرقند وو.
که الغ بیګ په سمرقند کې یو شمېر پوهان دېته وهڅول چې د بیلابیلو علومو ودی او پرمختګ ته لاره پرانیزي، دارنګه شاه رخ او شاه حسین بایقرا هم د افغانستان په پلازمینې هرات کې د دري ژبې دودی او پرمختګ لپاره هاندې هڅې وکړې.
د ساري په توګه د امیر علی شیر نوایی نامتو کتاب «مجالس النفایس» چې جامي بیا له «جغتایي نه دري ته راواړوه یادولی شو. (نوایي-۸۴۴-۹۰۶ کال)
د تیمور د اولادې په مهال شعر، انځورګري او نورو ادبي، هنري فعالیتونو او فرهنګي ارزښتونو ته لاره اواره شوه او د څلویښتو په شاوخوا کې د بیلابیلو علومو او هنرونو خاوندان راټول شوي ول.
په دغه پېر چې کوم شاعران ډېر نامتو ول، په دغه لړ کې نورالدین عبد الرحمان جامي هروي (۸۱۷-۸۹۸ کال) د بېلګې په توګه یادولی شو.
له شعرو شاعرۍ پرته یو شمېر تاریخي او ادبي کتابونه د یو شمېر تاریخپوهانو له خوا وکښل شول، چې موږ په دغه لړ کې د افغانستان د تاریخ په اړه جهانګشای جوینی هېروي، طبقات ناصري د منهاج السراج جوزجاني، تاریخ هرات د معین الدین اسفزاري، د میرخوند بلخي روضة الصفا او حبیب السیر، د ابو نصر عتبي (تاریخي یمني) چې په درې ژبې وژباړن شو.
جامع التواریخ حمداله، مجمل فصیحي خوافي او مطع السعدین عبد الرزاق سمرقندی، ظفر نامه شرف الدین یزدي، تفسیر حسیني او انوار سهیلی (مولانا کاشفي) او نور.
پا رسي دری ادبیاتو له افغانستان نه بهر، له مینځنۍ اسیا نه راوخله تر ترکېې او هماغسي تر هنده پورې ریښې وځغلولې او ډېر نامتو شاعران او لیکوال د پارسي شعر او د نثر ډګر ته راووتل، چې موږ عبد القادر بیدل (د هند سبک غزل بول شاعر)، ابو طالب کلیم همداني (د شاه جهان ملک الشعرا)، محمد علي صایب (د جلال الدین اکبر او جهانګیر د دربار شاعر وو.)، حافظ، سعدي، خوشحال خان خټک او په لسګونو نور د ساري په توګه یادولی شو.
) ګریرسن، جورج د هند ژبو سروې ۱۰ ټوک ۹ مخ[1]
) پوهاند جاوید، اوستا ص ۱۱۱[2]
) همدغه اثر ۱۱۲ مخ[3]
) کابل مجله ۳۷ ګڼه ۱۳۱۳ کال[4]
په دي نږدي وختونو کې مي داسي لوستل چي پښتو د اوستا او باختر ژبو سره ډير ورته والی لري. باختر د افغانستان په شمال او د تاجکستان په جنوب کي ويل کيده. اوس دواړه ژبې ويونکي نه لري. د پښتو تر څنګ اوس هم په بدخشان کې د واخي ژبه باختري او پښتو سره ډيري نږدې اړيکې لري. ماته ډيره جالبه وه چي په واخي ژبه کې دوي ځينې ټکي لکه «څ» هم لري.
د ګرجستان په شمال کې د Ossetian په نوم ژبه وجود لري او ویل کيږي چې د پښتو سره نږديوالی لري.
زه ژبپوه نه يم، خو د هغو ښاغلو څخه چي دغه يي رشته ده، هيله لرم چې په دي برخه کي يو څه څيړنې وکړي. په خاصه توګه د واخي ژبې سره د پښتو نږديوالی دا ښئ چي د پښتو ژبي ريښه د افغانستان په شمال او د اوسني تاجکستان په جنوب کې ده.
دري يا پارسي يوه ايرانۍ ژبه ده د فارس د ولايت څخه او د پيړيو په جريان کې فکر کوم چې د توري په زور نورو سيمو ته، د افغانستان او تاجکستان په شمول، په خلکو تحميل شوي. زما شخصي نظر دادي چي دغه خلک چې ځانته د تاجک کلمه استعمالوي، په حقيقت کې پارسي ژبې نه وو، نيکونه يي يا پښتانه، واخيان، پاميريان او … ول او د پارسي ژبې تر تاثیر لاندې يي خپله ريښه او ژبه له لاسه ورکړي.
دغه البته زما شخصي نظر دی، هيله ده چې ملګري په دغه موضوع علمي څيړني وکړي.
مننه