جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+پاکستان ولي کابل ته د سفیر پر ځای شارزدافیر راولیږه؟

پاکستان ولي کابل ته د سفیر پر ځای شارزدافیر راولیږه؟

پامیر

پاکستان د خپل ور بلل شوي سفیر په ځای عبیدالرحمن نظامانی کابل ته رالیږلي خو هغه يي د شارزدافیرپه توګه ټاکلی دی. له دې ټاکنې څخه د پاکستان د حکومت په تیره بیا د استخباراتي ادارو موخه څه ده؟ او ولي يي له سفیر کچې څخه دا اړیکې د شارزدافیر کچ ته را ټیټې کړي.؟

غواړم په دې لیکنه کې پورتنیو پوښتنو ته ځواب ووایم

یوه  چې خبره روښانه ده هغه دا ده چې کله هم د دوو هیوادونو ترمنځ په سفارتي کچه اړیکې موجودې وي. په دیپلماتیک نظر د دې ښودنه کوي چې یاد هیوادونه یو او بل ته متقابل درناوی لري. او دا ډول اړیکې ښې اړیکې بللي کیږي. چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د هرډول اقتصادي، سیاسي، سوداګري او کلتوري ملګرتیا له پاره امکانات برابروي. ورځ تر بلې په بل هر ډګرپراختیا مومي.

خو اوس  کابل ته د شارزدا فیر په لیږلو سره پاکستان غواړې لومړی  طالبانو ته وښيي چې ستاسو حکومت او کمزوري، په پردیو مرستو ولاړه اداره چې په ټوله نړۍ کې رسیمت نه لري. د دې جوګه نه ده چې د پاکستان په څیر یو مقتدراو اتوم لرونکي هیواد ورته سفیر واستوي. نو په درنه سترګه ورته نه ګوري او که له نورې نړۍ څخه نه شرمیدای ښايي شارزدافیر به یی هم ورته نه وای رالیږلی. ځکه هغوئ دمګړۍ کولای شي له دغې ادارې سره هر ډول سیاسی، اقتصادي او کلتوري اړیکې د کوچنو مامورینوپه واسطه په مخامخ ډول د طالبانو په اداره کې د ناستو مامورینو له لارې وپالي، په داسې ډول لکه د هیواد په دننه کې چې لوړرتبه مامورین او ادارې له خپلو اړوندو ادارو سره اړیکې ساتي. د معلوماتو له مخې دمګړۍ د هغوئ استازې په ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، مخابراتو او استخباراتوپه لوی ریاست کې ناست او دندې لري. نو د دې په ځای چې دا اړیکې د سفارت له لارې وپالي دوئ ته دا اسانه ده چې خپلو اړوندو مامورینو ته امر وکړی. له بلې خوا د پاکستان حکومت غواړي طالبانو ته دا هم ووايي چې تاسو هم باید شارزدافیر را واستوۍ نه سفیر، د شارزدافیر په کچې سیاسي او دیپماتیکې اړیکې له لویه سره په سیاسي تعاملاتو کې  ډیرې ښې اړیکې نه بللي کیږي. زه فکر کوم د شوروي د ځواکونو د یرغل او د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په مهال هم پاکستان په افغانستان کې شارزدافیر درلود. خو که د هغه مهال د تاریخ پاڼې را واړوو. نو وینو چې په حقیقت کې پاکستان یو له هغوو هیوادونو څخه و. چې د نجیب الله د واکمنۍ بیخ يي ویوست. دوهمه خبره دا هم ده داسې ښکاري پاکستان به له دې وروسته د خپلوپټو او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو له پاره لاس په کار کیږي. او ښايي داسې کارونو ته لاس واچوي چې طالبان به د ملت د قهر له ویرې اړ کیږي هره ورځ دیپماتیک غبرګون وښيي چې په داسې حالاتو کې به د سفیر ور احضارول او هغه ته د سرغړونو په اړه د غبرګون بیانول شامل وي. چې دا غبرګون او یا هم د سفیر وراحضارول پاکستانی حکومت د ځان له پاره سپکاوی بولي او که شارزدافیر احضار شي دا غبرګون په خپله دومره جدي نه ګڼل کیږي. نو دوئ به مخکې تر مخکې لا سفیرنه لري. بله خبره دا چې دوئ ولي د ا ملا ډوله او د اوږدې ږیري سړی د شارزدافیر په توګه را واستاوه. دلیل يي دادی چې طالبان به له ده سره د ده د بوډاتوب او ږیږي له امله  له درناوي ډک چلند کوي.او په دې توګه به ورته دیپماتیک عرف هم ورته تر پښو لاندې کوي. چې دا هم په سیاسي ډګر کې د پاکستان له پاره بریا او د طالبانو له پاره ماتې ګڼل کیدای شي. ښايي ډیرځله به د همدې ږیرور د شتون له امله د پاکستان په کړنو سترګې پټې او نړیوالو سازمانونو او ادارو ته به له شکایت کولو څخه ډډه وکړي. له دې سره سره چې پاکستانیان ښه پوهیږي چې د طالبانو په حکومت او په طالبانو يي اغیز ډیر دی خو دا خبره يي هم له یاده نه ده وتلي چې په  طالبانو باندې دافغان ملت فشار بیا هغه څه دی چې هرڅه په اوبو لاهو کولای شي. د ملت په مخ او په ښکاره توګه ډیر څه نه شي منل کیدای. نوتر ډیره وخته به کوښښ وکړي هرڅه په پټه کې پرې وتپي. طالب هم داسې اړیکې غواړی. ښايي د بدخشان ولایت کې چین ته لاره، د دیورند کرښې ستونزې د ترهه ګرو په وړاندې مبارزې په نوم پروژه کې بیا د افغانستان د ننه بمبارول او نور دې ورته اجراتو ترسره کول او له امریکا څخه د مرستو تر لاسه کول به په داسې ډول ورسره حل کوي چې تر ډیره بریده به په ظاهره اړیکې پیچلي خرابي او جنجالي ښودلي کیږي. خوپه حقیقت کې به د پردې تر شا دا هرڅه د پاکستان د استخباراتي ادارو په خوښه تر سره کیږی. که کله ناکله په داسې موضوعاتو باندې ملت جنجال جوړاوه او طالبان هم عاجزه ول، نوپه غبرګون کې بیا  شارزدافیرته ځواب ورکړی. چې دا هم د پاکستان له پاره دومره درنه نه تمامیږی. خو که بیا سفیر ته ځواب ورکول کیږي په هغه صورت کې د خپلو کسانودا ډول لغته بیا د سَهَلونه ده. له دې ټاکلوڅخه دریمه موخه داده چې پاکستان هم نړیوالواو هم خپل عام ولس ته وښيي چې موږ طالبانو ته کوم اهمیت نه ورکوو. هغوئ د قانون ماتونکي او د ترهه ګرو ملاتړې، د بشر د حقونو ناقضین دي او دې ته ورته نور… خو هسی ورسره د ګاوندیتوب، د مهاجرینو، او کډوالو د ستونزو او سوداګري له امله د شارزدافیر تر بریده دا اړیکې د مجبوریت له مخې ساتو. په پایله کې ویلای شو چې پاکستان دا کار ځکه او په پوره دقت کړی دی. چې په راتلونکې کې څوک ورته د پړې ګوته ونه نیسي. نو داسې ښکاري چې په راتلونکې کې به د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه پراخه شي

1 COMMENT

  1. نړی او ځانګړی ټوګه افغانان پدی پوهیږی چی پاکستان څنګه او چا له لوری جوړ او څوک د ددی هیواد مالی او نظامی او سیاسی ملاتړ کوی لازمه نده چی پدی برخه زیات تفصیلات ورکړو، لدی مخکی کله چی طالبان بیا په قدرت ورسیدل نو پاکستان په کابل کی لومړی خپل سفیر منصور احمد په نوم سفیر درلود مګر هغه سفیر چی څه کول هغه ټول نړی او افغان ولس او همدارنګه نړیوال سازمانو لیدل لدی خبری او د پاکستان له کړنو څوک سترګی نشی پټولی.
    کچیری له امریکایی یا بل هیواد له سیاسیونو سره بحث وکړی پدی باندی به پوه شي چی پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنی جګړی پاکستان او امریکا او برتانیه او فرانسه او همدارنګه روسیه او ایران ښکیل وو
    کچیری پاکستان غواړی چی له نړی ځان خلاص کړی یواځینی د حل لار داده چی د ایران او چین په وړاندی د امریکا او برتانیی فرمایشات ومنی ، ګنی ورته ډیر ستوزمنه ده ځکه همدا اوس PTM او PTI په پاکستان کی لاریونه شروع کړی که نن وی یا سبا په پاکستان کی قوی او خطرناک سیاسی څپی راتلونکی کیدای شی د افغانانو په خیر یا شر وی خو اوسنی حالات بدلیدونکی دی ځکه دوی نشی کولای چی چین او امریکا دواړه خوشحاله کړی یو باید له لاسه ورکړی نشی کولای چی برتانیی خوشحاله او روسیه او ایران خپه کړی یا سعودی د ایران لپاره له لاسه ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب