Homeخبرونهتخار کې د سرو زرو د کانونو په ناقانونه سپړلو او زرشويۍ...

تخار کې د سرو زرو د کانونو په ناقانونه سپړلو او زرشويۍ بندیز ولګول شو

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ د تخار لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د سرو زرو د کانونو په ناقانونه استخراج او زرشويۍ بندیز لګولی.

د تخار لپاره د طالبانو مرستيال والي محمد کاظم ويلي، چې د دې پریکړې سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

ځايي چارواکي باور لري، چې په مرکز تالقان ښار کې د زرشويۍ په نوم د سرو زرو د موندلو لپاره د غرونو په شاوخوا کې ناقانونه هڅې د‌ سېلابونو د راوتو سبب ګرځي.

د زرشويۍ په نوم د رزق ګټلو دغه هڅې په تخار کې نیږدې ۵۰ کلنه سابقه لري.

کاروبارونو ېې شکایت کړی، چې پر کار ېې بندیز به د اقتصادي او بشري ناورين په اوج کې د دوی د وزګارتیا سبب شي.

له دې سره،‌ راپورونه ښيي چې په چاپ آب ولسوالۍ کې د سروزرو د يوه نړيدلي کان پینځه مړو شویو کیندونکو هم په ورته ناقانونه توګه یو کان کینده، چې کان پرې نسکور او مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...