سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو اټکل شوی

په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو اټکل شوی

تاند:(یکشنبه ،د عقرب پینځلسمه)‏‌ د هواپیژندې اداره د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سیلاوونو وړاندوینه کړې ده.

 بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، ارزگان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوگر، ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي،چې د دغې وړاندوينې له مخې د ورښتونو امکان پکې شته.

 د هوا پېژندنې ادارې ویلي ، چې د احتمالي باران اندازه د لسو او دیرش ملي مترو ترمنخ او د واورې په تیره سالنګونو کې، د لسو نه تردیرشو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

 افغانستان په دې وروستیو کې د سختو ورښتونو او د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو شاهد و چې خلکو ته یې ډیرځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

خلک پر نړيوالو ادارو او د طالبانو پر واکمن رژيم نیوکې کوي، چې د طبیعي پېښو زیانمنو ته لازمه پاملرنه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب