شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د چين د وارداتو پنځم نړيوال نندارتون پرانېستل شو

د چين د وارداتو پنځم نړيوال نندارتون پرانېستل شو

جان روان ځاځی

د چين د وارداتو ۵م نړيوال نندارتون د نومبر د څلورمې نېټې په ماښام د دغه هېواد په شانګهای ښار کېپرانېستل شو، چې د همدې مياشتې تر۱۰مې نېټېپورې به دوام ولري.

د مالوماتو له مخې، د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې د نړۍ ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړیوالو سازمانونو ګډون کړی، چې پکې د افغان تصدیو په ګډون د ۱۲۷هېوادونو او سیمو تصديو خپل توليدات نندارې ته وړاندېکړي او ۶۶ هېوادونه او ۳ نړیوال سازمانونه پکې د خپل سوداګريز پرمختګ وضعيت او غوره والی ننداره کوي.

چين تر اوسه د وارداتو څلور نندارتونه ترسره کړي او سږنی يې پنځم نندارتون دی.

د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون په ۲۰۱۸م کال کې تر سره شو، چې اوس هر کال يو ځل ترسره کيږي او د بهرنيو سوداګرو لپاره د دغه هېواد لوی بازار ته د تګ دروازه بلل کيږي.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو تصدۍ او شرکتونه هڅې کوي، چې د دغه نندارتون له لارې خپل توليدات د چين لوی بازار ته وړاندې کړي او خپل ځای ځایګی پکې ومومي.

چين شاوخوا يو اعشاريه څلور ميليارډه نفوس لري او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ په اسانۍ کولی شي، چې د ياد وارداتي نندارتون له لارې په دغه هېواد کې خپلو توليداتو ته مارکېټ پيدا کړي او په لوی بازار کې يې ځایو مومي.

د مالوماتو له مخې، د چين د وارداتو د تېرو څلورو نندارتونو پر مهال د لاسليک شوو قراردادونو عمومي ارزښت له۲۷۰ ميليارډو ډالرو اوښتی و.

د افغانستان ځيني شرکتونه هم په دغه نړيوال وراداتي نندارتون کې برخه اخلي او خپل توليدات پکې نندارې او پلور ته وړاندې کوي.

د افغانستان جلغوزي په ۲۰۲۱م کال کې د چين څلورم نړیوال وارداتي نندارتون کې د چيني مشتريانو له تود هرکلي سره مخ شول او د سي اېم جي په يوې انلاين خپرونې کې په دوو ساعتونو کې ۲۶ ټنه افغان جلغوزي وپلورل شول او سږني نندارتون کې هم د افغانستان بېلا بېل ځانګړي توليدات نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

د مالوماتو له مخې، سږ کال ۷۵ ټنه افغان جلغوزي شانګهای ته لېږدول شوي او تمه ده، چې د افغانستان نور ځانګړي محصولات هم په دغه پرانيستي او مشترک نندارتون کې ښه بازار ومومي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې پر ورخلاصون ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې هېواد به يېد نړۍ ټولو هېوادونو سره فرصتونه شريک کړي او خپل ور به ورته پرانيستی پرېږدي.

نوموړي ويلي، چې چين به له ګاونډيو هېوادونو زیات توکي وارد کړي، ورخلاصون ته به دوام ورکړي او د نړۍ له ټولوهېوادونو سره به د پرمختګ زيات فرصتونه شريک کړي.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره ګټې شريکې کړي او د ګډو همکاريو او ګټو لپاره دې يو بل ته لاسونه ورکړي.

نړۍ د ورخلاصون پر مټ کولی شي، چې یو بل له ستونزو وژغوري او همدا لاره د انساني تمدن د پرمختګ مهم خوځنده ځواک بلل کيږي او د نړۍ سمسورتيا او پرمختګ ورپسې نغښتي دي.

نړيوال د ورخلاصون له لارې ستونزې حل کولی او د همکارۍ او نوښت ځواکونه راغونډولی شي او پر همدې لارې د اقتصاد نړيوال کېدو ته خوځنده ځواک او پرمختګ ورکولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب