چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد احمدشاه مسعود مقبرې ته د زیان اړولو ادعا ناسمه ده

د احمدشاه مسعود مقبرې ته د زیان اړولو ادعا ناسمه ده

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۵مه) د پنجشیر ولایت چارواکو د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د مقبرې شناختې یا ډبرلیک ته د زیان اوښتو ادعا په کلکه رد کړه.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولانا نصرالله ملک زاده وايي، د هیچا له لوري د احمدشاه مسعود مقبرې ته هیڅ راز زیان نه دی اړول شوی.

مولانا ملک زاده د مسعود د مقبرې د ډبرلیک د ویجاړېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه مغرضانه وبلل او ویې ویل چې د دې مقبرې د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي.

ده زیاته کړه «ځینې مغرض او فرصت طلبه کسان د جعلي ویدیوګانو په ترتیبولو غواړي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او اسلامي امارت بد نامه کړي.»

د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ريیس وویل، په فیسبوک کې د پروپاګنډونو له خپرېدو وروسته په خپله د پنجشیر له یو شمېر مسوولانو سره د احمدشاه مسعود مقبرې ته لاړ او هغه یې له نژدې ولیده.

پر فیسبوک سربېره د افغانستان انترنشنل په شان یو شمېر رسنیو، چې د افغانانو ترمنځ د قومي کرکې رامنځته کولو ته لمن وهي، د احمدشاه مسعود د قبر د ماتې شناختې عکسونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې طالبانو د مسعود قبر ویجاړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب