موږ چې څومره د لوبو ښکار شوي یو، هغومره توجه مو دې اړخ ته نه ده کړې. موږ په عمومي بڼه دا خبره کوو، چې پلانکۍ او پلانکۍ پایله د پلانکۍ او پلانکۍ لوبې معلول وه، خو موږ چې ژور لید نه لرو، د موضوعاتو تل ته نه رسېږو او دښمن مو د ځنګله تر ګیدړې هم ډېر ځیرک دی، د لوبو لوبغالي ته نه ور دننه کېږو او له اصولو او قواعدو یې نه یو خبر. مثلاً موږ د یهودو (یا بل قوم) له لوري د بې دینه کېدو/کولو لارې چارې یوه دسیسه بولو، خو کله مو پر دې فکر نه دی کړی، چې د دغې سترې مسلمانشموله (او په تېره افغانشموله) لوبې یوه برخه ممکن دا هم وي، چې ګڼ هغه شیان چې اصلاً د دین برخه نه دي، موږ ته د دین په توګه را وپېژندل شي او پېژندنه څه چې، راباندې ومنل شي. زما په اند، که بې دینه کول د دسیسې یوه برخه وي، نو تر افراطي کچې دینداره کول هم د دې دسیسې یوه مهمه برخه ده او تر لومړۍ هغې ډېره خطرناکه، ژوره او هلاکوونکې ده.
په اوسنیو وختونه کې د دغې افراطي دیندارۍ یوه بېلګه/بڼه دا ده، چې مسلمانان فکر کوي، د ټولو ستونزو حل يې په قرآن او سنت کې دی. دغه خبره چې پخپله قرآن او سنت نه ده کړې او دا چې دغه مفکوره او تعبیر تر دې دمه پورې زموږ په زیان او نقصان اوښتې، ځای یې نه دی، چې دغه تعبیر او تفسیر وشنو، سرچینه يې ولټوو او حل لاره ورته وګورو؟ او په دغه مفکوره باندې شک او تردد روا او جایز وګڼو؟
د افراطي دیندارۍ د پورتنۍ بېلګې/بڼې یوه عملي نتیجه دا راوځي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره غیردیني مفکورې، نظامونه او حل لارې ناروا او حرامې او د دغو شیانو په اړه ان فکر کول هم یوه کبیره ګناه وګڼل شي. زه به خپلې خبرې ته عیني دلیل راوړم. تاسو په یوه مجلس کې لومړی غل/زناکاره او ورپسې د سیکولريستي نظریې پلوی او محدود مبلغ یاد کړئ. له دې وروسته تاسو ډډه ووهئ او د دواړو کسانو پر وړاندې د ګډونوالو غبرګون ته متوجه شئ. زما د خبرې په ریښه به پوه شئ.
زه دا نه وایم، چې غیردیني نظامونه او مفکورې هېڅ ستونزه نه لري، خو پوښتنه ارومرو کوم چې په دغو غیردیني مفکورو او نظامونو پایېدونکي ملتونه چې تر موږ مخکې دي، نو ولې يې موږ ونه ازمایو؟ موږ سره چې په خپل نظام چې دیني یې هم بولو، (غیرعقلاني او تعصبي) ویاړ کوو، ولې دغه سوال نه پیدا کېږي، چې زموږ د هېواد ټوله ملي شتمني شاوخوا لس میلیارده ډالره (د غیردیني نظام کرنسي) کېږي، خو په غیردیني نظام کې یوازې د یوه وګړي ټوله شتمني شاوخوا ۲۱۲ میلیارده ډالره ده؟ او پرون ورځ د همدې غیردیني نظام دغه بې دینه انسان؟ یوازې یو شرکت په دومره شتمنۍ وپېره، چې زموږ پر دیني نظام (؟) ولاړ ټول هېواد پرې څلور ځله پېرل کېدلی شي!
تر څو چې زموږ سیاسي نظام، سیکولر؛ زموږ اقتصادي نظام، تعدیل شوی پانګوالي او زموږ اجتماعي جوړښت، ساینسي نه شي، لرې ده چې موږ دې ښه ورځ ووینو.