ژباړه: مینه احمد
پاسنی عکس د یوه لوېدیځ هیواد یو پارک دی چې ګڼ خلک پکې د پلي تګ په حال کې لیدل کېږي. څوک چې جسمي فعالیت نه لري ورته لازمه ده چې د دغو کسانو په شان وګرځي.
پلی تګ هغه ورزش دی چې پر ګټو سربېره له طبیعته د خوند اخیستلو او د هغه د درک کولو موقع انسان ته ورکوي. ډېرې ګټې لري لکه دا چې د انسان په جسمي جوړښت، اروايي سکون او ذهن پیاوړيتیا او وزن کمولو کې ډېره ونډه لري.
که څوک پلی تګ ونه کړي، څه به پېښ شي؟
هغه کسان چې پلي تګ ته زړه نه ښه کوي، یا یې نه شي کولی، کېدی شي د وخت په تېرېدو ځينې وړې/ غټې روغتیايي ستونزې ورته پیدا شي، لکه: د عضلاتو لنډوالی، عضلاتي سپاسم، د مفصلونو نه تغذیه، د وینې پړن کېدل، د رګونو تنګېدل او ساییزې ستونزې.
پر دې سربېره پلی تګ د انسان پټې ناروغۍ راڅرګندوي؛ لکه: د عروقیه رګونو بندښت، د پښو د شریان بندښت، د ملا ستونزې….
د پليتګ ګټې
۱- د ماغزو فعالیت ډېري: پليتګ سره د وجود عضلات سم کار کوي، یو ډول مالیکولونه پکې جوړېږي چې د کاغزو خړې برخې ته لېږدول کېږي، بیا هلته د ماغزو د سم فعالیت لامل کېږي. د ماغزو سلولونو ته وینه رسوي، ذهن ويښ ساتي.
۲- د زړه روغتیا: پلیتګ د زړه د روغتیا او سم کار کولو لامل ګرځي.
۳- د خوړو هضم: پلیتګ د خوړو د ژر او سم هضمېدو لامل کېږي.
۴- د ستونزو حلول: علم په ډاګه کړې چې پلیتګ د انسان خلاقیت ډېروي، نوښتګر فکر ورکوي، په دې سره کولی شي خپلو ستونزو سمه حللاره ومومي.
۵- د ژور خپګان مخنیوی: پیادهروي د ژور خپګان مخه ډب کوي. ځينې خپګانونه د وینې د التهاب او میکروبي کېدو له امله پیدا کېږي. ډېر پلیتګ لکه واکسین داسې کېږي او د وینې د صافېدو/پاکوالي لامل ګرځي چې د ژور خپګان مخه نیسي.
۶- د وجود د حالت سمول: موږ ډېری وخت د مېز تر شا د کمپیوټر سکرین ته ناست یو، یا پرلهپسې ولاړ یو کار کوو چې دا د ملا او پښو درد راته پیدا کوي. پلیتګ کولی شي د وخت په تېرېدو سره دا ستونزې کمې کړي او موږ بېرته عادي حالت راته راولي.
د پليتګ اړوند یوولس اړین ټکي
۱- د پليتګ څرنګوالی: هڅه وکړئ هره ورځ نیم ساعت/اونۍ کې څلور ورځې یو ساعت وګرځئ. که وزن مو ۷۵کیلو وي، په ډېره چټکۍ پر هواره ځمکه یو ساعت پلیتګ وکړئ، ۳۰۰کالوري انرژي مو سوځي. که همدا کړنه تکرار کړئ خپل منظم وزن به بیا ومومئ.
۲- د قدمونو شمېر: که چېرې هغه دستګاه درسره وي چې خپل قدمونه پرې شمېرلی شئ؛ نو لومړۍ ورځ که ۳۰۰۰قدمه ګرځئ، دویمې ته ۵۰۰۰ قدمه وګرځئ چې فعالیت مو ډېر شي او بېرته روغ شئ.
۳- د قدم اخیستلو څرنګوالی: که غواړئ چې چټک شئ، غټ ګامونه مه اخلئ، واړه واړه قدمونه واخلئ؛ خو پکې زغرده شئ. که چېرې غټ غټ ګامونه واخلئ پر پښو مو ډېر فشار راځي.
۴- بوټونه: داسې بوټ پښو کړئ چې راتجاعي خاصیت ولري.
۵- د لاسونو حرکت: کله مو چې ځغاسته کوله/چټک قدمونه مو اخیستل، لاسونه په څنګل کې ۹۰درجې وي، له اوږې څخه چې کله شا خواته ګرځي، داسې یې کړئ لکه له شا جېبه چې بټوه/بکسک راباسئ. کله چې بېرته لاس مخې ته راتاوېږي داسې شي چې د لاس بند مو کوګل ته ورنږدې شي. هر لاس به د هغه له مخالفې پښې سره خوځوئ. داسې چې کیڼ لاس له ښي، ښی لاس له چپ سره مخ ته او شاته شي. بندونه سیده او څنګلې ځان ته نږدې نیسئ. د لاسونو عضلات کلک مه نیسئ.
۶-د پليتګ ځای: ځای یې مناسب وټاکئ. پر چمن او شګو پلیتګ ډېره انرژي سوځوي. سربېره پر دې که تر لاندې استکاک ډېر وي، پر تلو مو درد کېږي، یا خوږ ورته پیدا کوي. داسې ځای وټاکئ چې له ښکې مو پښې په عذاب نه کړي.
۷-د ورزش شدت ټاکل: که غواړئ چې شدت یې وټاکئ دغه کارونه وکړئ: لومړی له یو چا سره خبرې پیل کړئ، که چېرې نفس مو سوځېده، پر دې مانا چې شدت مو ډېر دی، راکم یې کړئ، څو خپل د اړتیا وړ شدت ته ورسېږئ. د زړه د ضربان په وسیله هم خپل چټکوالی او د ورزش شدت ټاکلی شئ. د ځینو آلو، چې په هر ځیرک موبایل ټېلفون کې هم شته، په مرسته چې قدمونه شمېري، وخت قیدوي، واټن مالوموي هم خپل سرعت ټاکلی شئ.