Homeخبرونهپاکستان عاصم منیر د ټول عمر لپاره مارشال کوي

پاکستان عاصم منیر د ټول عمر لپاره مارشال کوي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) د ‏پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان ملي اسامبلۍ ته په اساسي قانون کې د ۲۷م تعدیل داسې مسوده وړاندې شوې، چې له مخې به یې هلته د پوځ مارشال د ټول عمر لپاره مارشال وي او امتیازات به یې ترلاسه کوي.

دغه مسوده چې پرون شنبه سنا جرګې ته وړاندې شوې او لا وروستۍ شوې نه ده، د پاکستان په پوځي برخه کې پنځه لوی بدلونونه رامنځته کوي.

بدلونونه به څه وي؟

– د پوځ مشر به له دې وروسته د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه پېژندل کیږي.
– د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې پوسټ به له منځه ځي.
– د ملي سټراټیژیکې قوماندانۍ پوسټ به رامنځته کیږي چې مشر به یې د دفاعي ځواکونو د مشر په سپارښتنې د لومړي وزیر لخوا ټاکل کیږي.
– د پاکستان ولسمشر به د لومړي وزیر په مشورې د پوځ، هوايي او سمندري ځواکونو مشران ټاکي.
– د پوځ پنځه ستورو رتبو لرونکو افسرانو ته به د اساسي قانون د ټول عمر ملاتړ ورکول کیږي.

د پاکستان اپوزوسیونو او مدني فعالانو پر دغه تعدیل نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، دا بدلونونه به په دغه هېواد کې د واک تله لا د پوځ پر لور درنه او ملکي ادارې به لا کمزورې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...