Homeخبرونهبلوچستان کې وسله وال برید،د یوه قومي مشر په ګډون څلور تنه...

بلوچستان کې وسله وال برید،د یوه قومي مشر په ګډون څلور تنه وژل شوي

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۱۸مه) ‏د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په خالق‌اباد تحصیل سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو د یو قبایلي مشر پر موټر برید کړی، چې له امله یې د یاد مشر شاکر سعدالله لانګو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د ځایي پولیسو په وينا، دا برید د شنبې په ورځ د لړم پر ۱۷مه نېټه شوی، چې پکې یو شمېر نور ټپیان شوي هم دې او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسوولان وایي، بریدګر له سیمې تېښتېدلي، خو د دوی د نیولو لپاره د پولیسو لټون روان دی.

دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې وسله‌وال بريدونه ډېر شوي، چې له امله یې خلک په تنک او د پاکستان پوځ د حل لار ورکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...