Homeخبرونهد افغانستان د شمال په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات...

د افغانستان د شمال په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل

تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴مه) د افغانستان د شمال په زلزله ځپلو سیمو کې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي.

د دې زلزلې له امله یې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د سره میاشت ټولنې په وینا، تر زرو زیات کورونه په دې زلزله کې وران شوي دي.

زلزله د دوشنبې په سهار د سیمې په وخت شاوخوا د ۱ بجې (د یکشنبې په ۲۰:۳۰ GMT) د افغانستان په شمالي ولایتونو، لکه بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او کندوز کې زیاته احساس شوه.

ډېری مرګ‌ژوبله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې ده. د افغانستان سره میاشت ټولنې ویلي چې دا زلزله د «درنو بشري تلفاتو او سترو مالي زیانونو» سبب شوې او ټولټال یې ۱٬۰۳۷ کورونه زیانمن کړي دي.

د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، خو بیړنۍ مرستندویې چارې لا هم روانې دي.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د مزارشریف ښار ته نژدې د مځکې له سطحې ۲۸ کیلومتره (۱۷.۴ میله) لاندې و.

د ولایتونو له مخې د تلفاتو شمېر داسې دی:

  • سمنګان: ۱۳ تنه مړه او ۴۱۸ ټپیان
  • بلخ: ۱۲ تنه مړه او ۴۳۵ ټپیان
  • بغلان: ۱ تن مړ او ۱۹ ټپیان
  • کندوز: ۶۵ ټپیان
  • جوزجان: ۳ ټپیان
  • سرپل: ۱ مړی او ۱۶ ټپیان

د عامې روغتیا وزارت تایید کړې چې ټپیان د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...