پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپښتین بيا د سوات د زرګونو اوسېدونکو په ګډون د پښتون ژغورنې...

پښتین بيا د سوات د زرګونو اوسېدونکو په ګډون د پښتون ژغورنې غونډه وکړه

تاند:(شنبه ،د عقرب اوومه)‏‌ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین پرون جمعه یو ځل بیا د پښتنونخوا په سوات کې د زرګونو پښتنو په ګډون د پښتون ژغورنې پراخه غونډه وکړه.

ښاغلي پښتين په دې غونډه کې یو ځل بیا د پاکستان له پوځ او چارواکو وغوښتل، چې د پښتنو د بربادۍ په بیه نور د دوی سیمو کې له مرموزو لوبو لاس واخلي.

ښاغلي پښتين د دغې غونډې په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د استبداد، استعماري جګړو او د امنیت په نوم د پاکستاني پوځ د نا امنۍ جوړونکو هڅو پر وړاندې به کلک ودريږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو تېره اونۍ په لاهور کې د ښاغلي پښتين د يوې وينا له کبله پر نوموړي د پاکستان سره د خیانت او ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور پورې کړ.

ښاغلي پښتين د دغه تور په غبرګون کې وويل، چې دا تور د پاکستان پوځ او استخباراتو پرې پورې کړی.

د هغه په وينا، دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ پښتنو ته عدالت غواړي او له دې کار څخه به په داسې ویرونو لاس وانخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب