دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزڅه چې له لاسه ورکوئ، هماغه ترلاسه کوئ

څه چې له لاسه ورکوئ، هماغه ترلاسه کوئ

لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم

رالف والډو ایمرسن په یوه لیکنه کې، چې سرلیک یې «جبران« وايي، چې هر چا ته د هغه د کار په برابر عوض ورکول کیږي- د جبران قانون د ”څه چې کرې هغه به ریبې“ په بله بڼه وړاندې کول دي- دا قانون وايي چې تاسې ته به تل ستاسې د هڅو او کار جبران، که کار لږ او که ډیر وي، درکول کیږي


خپل ارزښت ډیر کړئ


د جبران قانون دا هم وايي چې تاسي ته به په اوږد مهال کې کله هم له هغه څه چې تاسې کړي زیات عوض درنه کړل شي- هغه ګټه چې تاسي نن ترلاسه کوئ هغه ستاسي د هغو کړنو چې په تیر کې مو کړي جبران دی- که  غواړئ چې خپله بدله ډیره کړئ نو تاسي باید د خپلو هڅو ارزښت ډیر کړئ


خپل ذهن له بریا ډک کړئ


ستاسو د ذهن کړه وړه، ستاسي د خوښۍ او اطمینان احساس د هغه څه چې تاسي ذهن ته ور اچولي پایله ده- که تاسې خپل ذهن، لرلید او مفکورې له بریا، خوښۍ او ښه ژوندانه له هیلو څخه ډک کړئ نو تاسې به د خپل ژوند په ورځنیو چارو کې د مثبتو تجربو په توګه جبران وګورئ


د خپل معاش څخه ډیر کار وکړئ


د کرلو او ریبلو د قانون یوه بله پایله د اضاقه جبران قانون بلل کیږي- دا قانون وايي چې لویه بریا د هغو په برخه کیږي چې د خپلې لاسته راوړنې څخه ډیر څه کول خپل عادت ګرځوي- دوی د خپل معاش څخه ډیر کار کوي- دوی تل د توقعاتو څخه پورته کار کولو د فرصتونو ترلاسه کولو په هڅه کې وي- او دا چې دوی تل اضافه جبران کوي، دوی تل د خپلو ګمارنکو او خپلو پیرودونکو لخوا درناوې ګټي او د شخصي بریاو ترڅنګ دغه ډول خلک مالي مکافات هم ګټي


لامل ورکړئ، اغیز څخه خوند واخلئ


په ژوند کې ستاسې یوه اصلي دنده دا ده چې خپل کارونه د لامل او اغیز (cause and effect) قانون (او د هغې پایلو) سره په یوه لیکه برابر کړئ، او دا هم ومنئ چې دغه قانون تل په همدا ډول کار کوي، که د چا ورته پام وي او که نه- ستاسې دنده دا ده چې هغه لاملونه رامنځ ته کړئ کوم چې هغه اغیزو سره چې تاسې ترې ژوند کې خوند اخیستل غواړئ سره موافق وي- کله چې تاسې دا کار وکړئ، تاسې به هغه بدله چې ارزو یې لرئ وګورئ او ترې به خوند واخلئ


عملي تمرین


دوه کارونه چې په کولو به یې تاسې دغه لارښونې تمرین کول پیل کړئ دا دي:
لومړې، په وار وار سره ځان ته وریاد کړئ چې ستاسې جبران به ستاسې نورو ته وړاندې کړي چوپړ سره برابر وي- ځان سره فکر وکړئ چ تاسې له کومو لارو همدا نن خپل پیرودونکي ته د خپل چوپړ ارزښت ډیرولې شئ؟


دویم، هغه لارې چیري چې تاسي یو څه ډیر کولی شئ ولټوئ ترڅو د اضافه جبران قانون څخه خپلو ټولو کړو وړو کې کار واخلئ- دا د بریا یو ډیر ستر راز دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب