دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+فکر وکړئ او شتمن شئ)| رحمت شاه فراز

فکر وکړئ او شتمن شئ)| رحمت شاه فراز

((فکر وکړئ او شتمن شئ)) د هغه کتاب پښتو نوم دی، چې نپولين‌ هيل په انګليسي ژبه د Think and Grow Rich په نوم ليکلی. پښتو ته ژباړونکی يې زمریالی اباسين دی‌.
زه پر دې کتاب ځکه خبرې نه کوم، چې تيار په پښتو دی، نو چې څوک غواړي د دغه ډول کتابونو له‌ محتوا مستفيد‌ شي، بايد اصل کتاب ته مخه کړي.
زه يې دلته د نوم پر ژباړه‌ غور کوم.
موږ په ژباړه کې عموما دقيق نه يو، د دې يو لامل که د پښتو ژبې تنګ‌لمني ده، نو بل لور ته له لومړۍ ژبې سره زموږ د ژورې نابلدتیا اړخ هم دی.
زما په اند، د کتاب پښتو نوم له انګليسي نوم سره سر نه خوري. د کتاب نوعیت او د‌ کتاب محتوا ته‌ په کتو، غالبا د ليکوال هدف دا دی، چې ((شتمن فکر وکړئ او شتمن شئ))؛ په دې معنا چې په‌ انګليسي کې د Rich کلمه د think او grow دواړو لپاره صفت دی او دغه دواړه فعلونه linking verbs دي. له يوه بله اړخه د rich کلمه د دواړو فعلونو لپاره complement هم دی.
د انګليسي ژبې يوه قاعده يا معمول دا دی، چې کله يو complement په دوو يا څو فعلونو‌ پورې مربوط وي، نو‌ هغه complement څو ځله نه، بلکې يوازې يو ځل په اخره کې راوړل کېږي او که د متن له مخې شديده اړتيا وه او نه راوړل يې ابهام جوړاوه، نو بيا له هر فعل سره بېل، بېل هم راوړل کېږي. خو که چېرته يو complement په رښتيا هم يوازې د اخري فعل لپاره راغلی وو، نو بيا به يې توپير څه ډول کوو، چې آيا دا د وروستي فعل مربوط دی او که نه له نورو فعلونو سره يې هم اړيکه شته؟
د دې ځواب دا دی، چې ژبه يو نظام‌ دی او د دغه نظام يو لوی عنصر context يا متن دی، چې په عربي کې ورته سياق او سباق کلمې کارېږي. په دې معنا چې له متن څخه به دا معلوموو، چې يوه کلمه په اخري فعل پورې اړوند که، په ټولو پورې.
مثلآ
Go and dig deep.
په دې مثال کې د deep کلمه يوازې په dig پورې مربوط ده، ځکه موږ ژور تګ (فزيکي) نه کوو، بلکې ژور کیندل کوو.
البته په لانديني مثال کې nice د‌ دواړو فعلونو لپاره‌ راغلی،
You look and smell nice.
نو د کتاب متن ته په کتو دا خبره ډېره دقيقه ده، چې د ليکوال هدف دې ((شتمن فکر وکړئ او شتمن شئ)) وي؛ ځکه يوازې په فکر کولو څوک نه شتمن کېږي، بلکې پخپله د‌ نپولين هيل خبره ده، چې بايد فکر شتمن وکړئ او په فکر کې مو شتمني ونيسئ.
تمرين:
په دغو دوو جملو تاسو غور وکړئ.
I will go and meet him.
I love and play cricket.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب