دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحقاني د غیرمسلکي کسانو ګومارنې دردوونکې وبللې

حقاني د غیرمسلکي کسانو ګومارنې دردوونکې وبللې

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۴ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، ډېره دردوونکې ده چې د دوی په حکومت کې مسوولیتونه غیرمسلکي کسانو ته سپارل کېږي.

ښاغلي حقاني، چې د خوست ولایت په شیخ زاید پوهنتون کې خبرې کولې، وویل، محصلان دې له دې ایسته له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته د کار موندلو اندېښنه نه لري بلکې زحمت دې وباسي چې په حکومت کې کار ومومي.

جلال الدین حقاني له محصلانو وغوښتل چې په خپل هیواد کې خواري وباسي او سختۍ تېرې کړي خو په پردیو هیوادونو کې دې ذلت نه مني.

ده په خپل هیواد کې ذلت عزت وباله.

د طالبانو پر حکومت یو لوی اعتراض دا دی چې تعلیم یافته او پوه کسانو ته دندې نه ورکوي او له همدې کبله د پوهنتونونو اکثره فارغان هڅه کوي چې بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال مولوي کبیر سره په کتنه کې د افغانستان د پخواني حکومت د سیاسي شخصیتونو د بیرته راستنېدو لپاره د تماس د کمیسیون هلوځلو ته په اشارې وویل چې باید هڅه وشي چې افغان متخصصان بېرته خپل هیواد ته راشي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشرې د طالبانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته د تعلیم او کار شرایط برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب