Homeخبرونهط-انو پاسپورټ ریاست ته خپل درېیم رییس معرفي کړ

ط-انو پاسپورټ ریاست ته خپل درېیم رییس معرفي کړ

تاند:(یکشنبه ،د ميزان ۲۴مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب، نن د پاسپورټ ریاست د نوي رییس په توګه معرفي شو.

د طالبانو د کونیو چارو وزارت چارواکو د نوي رييس د معرفۍ په مراسمو کې د مخکيني رييس پاسوال مولوی عبدالحکیم حمدي د کړنو ستاینه وکړه.

 د پاسپورټ لپاره د طالبانو نوي رییس پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب په دې مراسمو کې ویلي: «د ولسونو لپاره به لا ډېر خدمتونه کوو، په چارو کې به حوصله او رښتین والي ته ژمن پاتې کیږو او د فساد سره به په کلکه مبارزه کوو»

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره په څه باندې يو کال کې دا درېيم ځل دی، چې طالبان د پاسپورټ ریاست لپاره خپل رييس معرفي کوي.

د دوی د لومړني رييس مولوي علم ګل حقاني يو ورور د طالبانو له لوري په زرګونو ډالرو د پاسپورټونو د کمیشن کارۍ او په پيسو یې د کابل په يوه هوټل کې د نجونو د نڅولو او شراب څښلو په تور نیول شوی و.

د علم ګل حقاني د ورور له نیول کیدو وروسته، چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه، مولوي حقاني له دندې ګوښه شو، خو د ورور د قضیې په اړه ېې خلکو ته وضاحت ورنه کړل شو‌.

عام خلک په پاسپورټ ریاست کې د بیساري فساد ادعا کوي او وايي، چې د یوه پاسپورټ په جوړولو طالب چارواکي تر یو نیم زر امریکايي ډالرو رشوت اخلي، خو طالبان دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...