جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د احمدشاه بابا کور ترمیمېږي

د احمدشاه بابا کور ترمیمېږي

تاند- د طالبانو حکومت وايي چې په کندهار کې به د افغانستان د موسس احمدشاه بابا کور ترمیم کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه د کندهار د سفر په لړ کې د احمدشا بابا کور لیدو ته لاړ او ویې ویل چې د دې کور د نړېدو د مخنیوي لپاره به د هغه د ترمیم کار پیل شي.

خیرخواه همداراز وویل چې د احمدشاه بابا د کور تر څنګ به یو شمېر نور تاریخي ځایونه هم ترمیم شي.

خیرخواه په دې اړه چې کله به د احمدشاه بابا د کور بیارغونه پیل شي، څه ونه ویل خو یادونه یې وکړه« د احمد شاه بابا کور د ترمیم لپاره د وزارت په کچه پلان موجود دی، تر څو د لوی احمد شاه بابا کور په ښه ډول ترميم او له تخريب څخه وژغورل شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...