جمعه, اکتوبر 4, 2024
Home+له  ډاروونکو خوبونو څخه تر ناکامه ژونده 

له  ډاروونکو خوبونو څخه تر ناکامه ژونده 

همایون همتا

له ژوند سره د ازادۍ مفهوم تړلی دی کله چې دا ازادي نه وي نو زندان شي، دې زندان کې د ورځې رنګارنګ چورتونه وي، له عمل پرته خپه وي، د ژوند مزاج ستا په خوښه نه وي څه چې ته غواړې یوازې ارمانونه ته ورته وي چې له خپګانه بل څه تاته نه لري، کله چې شپه شي نو د خواږه خوب په تمه وي چې ګوندي سکون ومومم خو خوب هم درته د ژوند ناخوښه انځورنه د خوب په معنا در ویني چې له ډار او وحشته بل څه نه پکې انځور کیږي او بیا چې را پاڅي نو د لیدلي خوب واقعی نشتون درته مجازي خوښي درکړي، چې تعبیر یې وکړي د ورځو د واقعی ژوند کړه وړه د شپې د خوبونه لیدل او تعبیرول وي نو پایله یې دا وي چې ژوند تیریدونکی دی پرته له دې چې ته یو څه لاس ته راوړې او ځان بریالی و بولې، نو ناکام ژونده د شپې په ډاروونکو خوبونو او تعبیرونو کې دې وینم.

              

لیکونکی : پوهنیار همایون همتا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب