جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان د م.م. د بشري حقونو شورا ته کاندید دی

افغانستان د م.م. د بشري حقونو شورا ته کاندید دی

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ به نن (سې شنبه) د بشري حقونو په شورا کې، چې ۴۷ غړي لري، د ۱۴ هیوادونو د شاملولو لپاره رایې واخلي.

د امریکا ږغ د انګلیسي ویبپاڼې د راپور له مخې، د دې شورا غړیتوب ته په نویو کاندیدانو کې د افغانستان او وینزویلا په شمول د بشري حقونو د بدې سابقې لرونکي هیوادونه هم شامل دي.

د پنځو سیمه ییزو ډلو له لوري ۱۷ هیوادونه کاندید دي خو اصلي سیالي به په دوو ګروپونو یعني د اسیا – پسفیک او لاتینې امریکا او کربین هیوادونو په منځ کې وي.

د نورو درو ډلو چوکۍ څرګندې دي خو له دې سره سره هر کاندید هیواد به د رایو، چې په پټه اخیستل کېږي، اکثریت ته اړتیا لري.

د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا مرکز د سویس په جینیوا کې دی.

د ملګروملتو د بشري حقونو د څار ريیس لوییس چاربونیو (Louis Charbonneau) په یوه بیان کې ویلي:«د حکومت پر منتقدانو د وینزویلا غچ اخیستونکي بریدونه سبب کېږي چې دا هیواد د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ته مناسب ونه اوسي.»

د راپور پر اساس بل لانجمن کاندید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دی چې لا هم په ملګروملتو کې یې چوکۍ د پخواني حکومت په لاس کې ده ځکه چې هیڅ هیواد تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. که افغانستان د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه هم کړ، د پخواني حکومت کوم دیپلومات ته به دا چوکي ورکړل شي.

په هغه ګروپ کې چې افغانستان کاندید دی، څلور چوکۍ تشې دي او د دغو څلورو چوکیو لپاره د افغانستان ترڅنګ بنګله دېش، قرغیزستان، مالدیپ، جنوبي کوریا او ویتنام کاندید دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو څار ویتنام ته له دې کبله په ښه سترګه نه ګوري چې یو ګوندیز حکومت پرې واکمن دی. د دغه هیواد کمونیست ګوند په منظم ډول ابتدايي مدني او سیاسي حقونه له خلکو تروړي. د حکومت منتقدان عموماً نیسي، شکنجه کوي او بندیانوي.

دا مسله د افغانستان چانس زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب