یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهټام ویست له طالب مخالفو مشرانو سره په ترکیه کې خبرې کړي

ټام ویست له طالب مخالفو مشرانو سره په ترکیه کې خبرې کړي

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۹ مه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د قطر له مرکز دوحې څخه ترکیې ته رسیدلی او د طالبانو له یو شمېر مخالفو مشرانو سره یې کتلي دي.

ټام ویسټ په وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو له ريیس عبدالحق وثیق سره د امریکا د سي آی اې د مرستیال ريیس ډیوید کوهین په لیدنو – کتنو کې، چې په دوحه کې وشوې، ګډون درلود.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښاغلي ویسټ په ترکیه کې د عبدالرشید دوستم له لور راحلې دوستم سره کتلي او غواړي چې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور، د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د ولسي جرګې پخواني ريیس میررحمان رحماني او څو نورو طالب مخالفو مشرانو سره وویني.

په ترکیه کې د طالبانو له مخالفو جلاوطنه مشرانو سره د ټام ویسټ د خبرو د اجنډا په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو دا کتنې وروسته له دې کېږي چې په قطر کې د دوی او طالبانو ترمنځ د خبرو د بریالیتوب ځینې نښې څرګندې شوې. له دغو خبرو سره هممهاله امریکا اعلان وکړ چې نور به پر افغانستان د امریکا بې پېلوټه الوتکې یوازې د ولسمشر بایډن په حکم برید کوي.

د دوحې په خبرو کې د طالبانو یوه اساسي غوښتنه دا وه چې پر افغانستان دې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه ودرول شي.

له بلې خوا امریکا او همداراز اروپايي ټولنې یو وار بیا ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

پرون د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن د افغانستان له سفره تر ستنېدو وروسته په زغرده وویل، «اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د وسله وال مقاومت سیاسي او پوځي ملاتړ نه کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب