دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر له خپلو استخباراتي ريیسانو وغوښتل چې د ده فرمان...

د طالبانو مشر له خپلو استخباراتي ريیسانو وغوښتل چې د ده فرمان تطبیق کړي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۹مه) د طالبانو د حکومت ویندوی وايي، د دوی مشر ملاهبت الله اخوندزاده، پرون په کندهار کې د ټولو ولایتونو د استخباراتو له ريیسانو سره کتلي دي.

دا کتنه وروسته له دې شوې چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ريیس عبدالحق وثیق په دوحه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې له مرستیال ريیس ډیوید کوهین سره ولیدل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ملا هبت الله اخوندزاده استخباراتي ريیسانو ته په وینا کې وویل چې «استخبارات هغه اورګان دی چې راساً په مشرتابه پورې مربوط دی. دوی به له همدې ځایه هدایت اخلي. د نظام پایې به ټینګوي او د دښمنانو پلانونه به له منځه وړي، دښمنان چې زموږ په هکله کوم شوم پلانونه لري هغه به کشفوي او خنثا کوي.»

د طالبانو عمومي مشر د استخباراتي ادارو له مشرانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو په اړه د ده شپږ ماده ییز فرمان پوره تطبیق کړي.

د طالبانو د مشر په فرمان کې د ښځو د میراث او د واده د حق په شان موارد شامل دي خو د هغوی د زده کړې په اړه پکې څه نه دي ویل شوي.

هبت الله اخوندزاده بیا هم د نجونو د تعلیم په اړه، چې ویل کېږي د ده او څو نورو سختدریځو او زوړپالو ملایانو له لوري یې مخه ډب شوې ده، څه ونه ویل.

د طالبانو مشر د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو ريیسانو ته په وینا کې په دې ټینګار وکړ چې څوک په شک او ګومان ونه نیسي او د باوري دلایلو په صورت کې یې له نیولو وروسته محکمو ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب