تاند(دوشنبه، د میزان ۱۸ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محموده خان اڅکزی وايي، که نړیوال طاقتونه پر طالبانو د ترهګرو ټاپه لګوي او په دې پلمه د افغانستان د شتمنیو د لوټلو لپاره بیا پر افغانستان یرغل کوي، دوی د طالبانو ملاتړ کوي.
محمود خان اڅکزي نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:
1/2
که نړیوال طاقتونه تالبان ترهګر ظاهره کوي او په دې بهانه ده افغانستان ده شتمنۍ لوټلو، خپل ناروا مقاصد سر ته رسولو او افغانستان ده جنګ میدان ګرځولو لپاره یوار بیا په افغانستان ده یرغل کولو ارادې لري نو موږ بیا په دې جنګ کي ده تالب ملګري کوو— Mahmood Khan Achakzai (@MKAchakzaiPKMAP) October 10, 2022
ښاغلي اڅکزي تر دې وړاندې له طالبانو او نورو افغان ډلو غوښتي و چې که په هر نوم وي په افغانستان کې له بلې جګړې ډډه وکړي او داسې شرایط چمتو کړي چې ټول افغانان په سوله کې ګډ ژوند وکړي.
د کوزې پښتونخوا ملتپالو ګوندونو تل د هر هغه حکومت ننګه کړې چې په کابل کې واک په لاس کې لري. د دوی په باور افغانستان باید کمزوره نه کړای شي. دا هغه څه دي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له پالیسۍ سره په ټکر کې دي.
د ډیوړرند د پورې غاړې د پښتنو ملتپالو ګوندونو خلاف، د پاکستان پوځ او استخبارات، چې د دغه هیواد د بهرنۍ پالیسۍ په تېره بیا د هند او افغانستان په اړه د پاکستان د اصلي کرښو ټاکونکي دي، تل د هغه حکومت د کمزورولو هڅه کړې چې په کابل کې واک په لاس کې لري.
محمود خان اڅکزي د مې په ۶ مه (د ثور ۱۶ مه) په غیر مستقیم ډول د پاکستان له لوري د داعش ملاتړ ته په اشارې خبرداری ورکړی و چې که افغانستان ووېشل شي پاکستان او ایران هم روغ نه شي پاتې کېدای.
« که څوک په شمال او جنوب د افغانستان د ویشلو خیال لري نو پر دې، دې پوه شي چې که افغانستان تقسیم شو نو پاکستان او ایران به هم “خامخا تقسیمېږي.»