سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهکابل،پروان او سرپل کې ۸ انسان تښتونکي او يو ماین خښونکی نیول...

کابل،پروان او سرپل کې ۸ انسان تښتونکي او يو ماین خښونکی نیول شوي

تاند:( شنبه،د سنبلې شپږ ويشتمه) د طالبانو حاکمې ادارې په کابل او سرپل ولايتونو کې د انسان تښتونې او ماين خښولو په تور د ۵ تنو د نيولو خبر ورکړی.

‏په کابل کې د طالبانو د استخباراتو رياست ويلي،چې څلور تنه يې د انسان تښتوونې په تور نیولي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو به سوداګر او شتمن خلک تښتول او بیا به یې د پیسو په بدل کې خوشې کول.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن ازاد شوی هم دی.

د پروان یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي بيا وايي، چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې څلور تنه د انسان تښتوونې په تور نیول شوي دي.

په ورته وخت کې،‏د ‎سرپل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یو تن له ۹ ماینونه سره یوځای نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې له نیول شوي تن څخه څېړنې پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب