لغاتو په کتابونو کې مې دعلماو له قوله لوستي چې دانسان کلمه له انس نه اخیستل شوې، چې انس په عربۍ کې مینې ته ویل کیږي.
رښتیا دي چې کله سړی له ځینو انسانانو سره مخ کیږي نو ورته جوته شي چې انسان له مینې او عاطفې او صله رحمۍ نه جوړ یو وجود دی؛خو دا مینه دانسان له ټولو کړو وړو معلومولی شي چې دکوم انسان د ژوند کولو طریقه سمه او راسخه وي نو داحتمي ده چې دا انسان د ښې روې او صفت خاوند دی او مینه به ورسره ساتي، د ښه انسان دځانګړنو په اړه مونږ ته د اسلام مبارک دین هم دابیانوي چې دکوم انسان معاملات او په سفر کې د ژوندکولو اصول سم ول نو همدا انسان دمینې اوملګرتیا حقدار دی.
زموږ په پښتنو کې یو متل دی چې (خوړ له کاڼو ډک دی؛ خو مونږ ته منی او نیم منی په کار دی.)
همداسې انسانان هم وګڼه نړۍ له انسانانو ډکه ده؛ خو مونږ دانسان تعریف هغه چاته کولی شو چې په انساني ارزښتونو سمبال وي، کنه هېڅوک لیونی نه دي چې خرمهرې په بازارکې دطلاو په بیه وپلوري!!
د انسان په ځانګړو صفاتو کې مونږ ته د اسلام مبین دین دا رښیي چې کامل انسان هغه دی چې له خدای جل جلاله نه ووېریږي او په نیکو عمالو تکیه ولري او په ټولو اسماني کتابونو باور او عقیده یې وي چې دا دالله جل جلا له له لوري دي او دالله ج په ټولو را استول شویو استازو یقین ولري نو همدا کامل انسان دی.
نړۍ له داسې انسانانو ډکه ده چې په لیدو یې سړي ته په ذهن کې دا سوال پیدا شي چې څنګه مونږ انسان ته د مینې او عاطفې سمبول ووایو چې نه یې کړنې د مینې په اصولو برابرې وي او نه یې رویه؟
نو همدلته سړی په دې پوهیدای شي چې انسان هغه وخت انسان شي چې خپله د ژوند کولو طریقه د انسانانو په طریقه برابره کړي.
صوفي شاعر عبدالرحمن بابا وایي:
انسانیت څـــه پـــه دولت نــه دی رحمانه
بت که جوړ شي دسرو زرو انسان نه دی.