پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ط بهرنيو چارو وزارت: سویسي بانک سره اړيکه لرونکي کسان او...

د ط بهرنيو چارو وزارت: سویسي بانک سره اړيکه لرونکي کسان او ادارې تحریموو

تاند:( شنبه،د سنبلې شپږ ويشتمه) په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره خبرداری ورکوي،چې د سويس بانکونو ته د افغانستان دري نيم ميليارده ډالره کنګل شویو پيسو لېږدول د نړيوالو اصولو پر خلاف دی او دغه کار سره اړيکه لرونکي کسان او ادارې به تحریم کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي د مرکزي بانک اسعاري زېرمه د بل هر هېواد په شان د پيسو ثبات، د مالي سيسټم د پياوړتيا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د آسانتياوو برابرولو لپاره استفاده کېږي.

سرچينه زياتوي:«دا چې امريکا موږ سره د خبرو له بشپړېدو او په دې برخه کې له موافقې مخکې عمل کوي، داسې ښکاري چې د افغانانو د ثبات او اقتصادي سوکالۍ پر خلاف يو ګام وي.»

په اعلاميه کې ويل شوي: «موږ له ټولو هغو کسانو او ډلو غواړو چې د افغانستان د خلکو پر خلاف دغه شان غيرقانوني او ظالمانه اقدام وغندي او په دې برخه کې د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي».

طالبان وايي په دې اړه خپل اعتراض د دغې اعلاميې له لارې بهرنيو بنسټونو او هېوادونو ته رسوو او له د يپلوماتيکي لارو هم موضوع تعقیبوي.

په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي، چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان مرکزي بانک او د افغانستان د بانکي سيستم پر خلاف بنديزونه لګولي، چې په دې ډول پانګه وال ونه شي کړاى له نويو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي او خبردارى ورکړل شوى که چېرې دغه زېرمې د افغانانو د مشروع غوښتنو په پام کې نيولو پرته ورکړل شي د طالبانو اداره به مجبوره شي چې ټول هغه کسان، موسسې او شرکتونه چې د دغه غيرقانوني پانګونې اسانتياوې برابروي او د مرکزي بانک له زېرمو څخه د ناوړې استفادې په لټه کې دي جريمه کړي او د هغوى فعاليتونه بند کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا د امريکا له متحده ايالاتونو غوښتي چې د افغانستان خلکو پر شتمنيو او مالي معاملو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي، چې افغانان وکولاى شي معياري بانکي راکړه ورکړه ترسره کړي او ملي اقتصاد پياوړى کړي.

دا په وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو پریکړه کړې، چې د افغانستان ٧ ميلياردو کنګل شويو اسعاري زېرمو له جملې څخه درې نيم ميليارده ډالره يې د سويس بانکونو ته ولېږدوي.

سویسي بانک ته د افغان بانکي زېرمو د يادې برخې د لېږد او ساتنې د بوړډ يوه غړي ډاکټر انور الحق احدي ويلي،چې په سويسي بانک کې د دغې افغان بانکي زېرمې له ايښودو سره به د زېرمې د نظارت بورډ د افغانستان په استازيتوب له اړوندو نړيوالو بانکي بنسټونو سره اړیکې ژوندۍ وساتي، د طالبانو ادارې سره د نړیوال تعامل د خلا له کبله به په نړیوالو بانکي بنسټونو کې د افغانستان حق العضويت ورکړي او هم به د اړتيا پر مهال د افغاني بانکنوټونو د ثبات ساتلو لپاره ممکنه ګامونو سره مرسته وکړي.

نوموړي پرته له دې،چې له یادو پيسو څخه د بشري مرستو لپاره د استفادې يا نه استفادې په تړاو څه ووايي، زياته کړې چې د افغانستان دغه درې نیم میلیارده ډالره به د سویس په بانکونو کې د دوران حالت ولري، ګټه به کوي او کیدونکې لګښتونه به ېې بیرته له تر لاسه کیونکې ګټې تامين شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب