Homeخبرونهکندهار: پاکستان ته قاچاق کېدونکي ۵۵۰پوځي زغرې نیول شوي

کندهار: پاکستان ته قاچاق کېدونکي ۵۵۰پوځي زغرې نیول شوي

تاند:( شنبه،د سنبلې شپږ ويشتمه) په کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲ تنه د زغرو د قاچاق په تور نیولي دي.

د طالبانو د دغه قول اردو چارواکي وايي، چې نن یې په کندهار کې بهر ته د نظامي زغرو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي او ۵۵۰ زغرې یې هم ترې ترلاسه کړې دي.

طالبانو د نیول شویو کسانو هويت او نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

مخکې هم پاکستان ته د افغان پوځي تجهیزاتو او وسلو د پراخ قاچاق خبرونه ورکړل شوي، چې طالبانو یې ځینې موارد تایید کړي او ځینې رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. د پوځي او نظامي تجهیزاتو قاچاق کوونکي او غله باید په عام محضر کې مجازات شي چې نورو ته عبرت شي . دا ملي خیانت دی .
    همدارنګه د معدنونو ، ملي آثارو او نورو ارزښت لرونکو شیانو قاچاقبران باید محاکمه او د دوی ټول شته ضبط شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...