جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغانستان په اړه د ویانا د غونډې اعلامیه

د افغانستان په اړه د ویانا د غونډې اعلامیه

د لوی او بخښونکي خدای تعالی په نامه

د ۱۴۰۱ کال د وږی ۲۶

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۱۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ړنګیدو او د طالبانو د واک له تسلط څخه دپاسه د یو کال په تیریدو سره، د هیواد بحرانی وضعیت د افغانستان، سیمې او نړۍ د غوڅ اکثریت خلکو لپاره د منلو وړ نه دی. د یوه ټول شموله، مسؤول او ځواب ویونکي حکومت د رامنځته کولو ملي او نړیوالو هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې، او د طالبانو اداره لا په انحصار، استبداد او د خلکو په رایو د یو ټاکل شوي حکومت د جوړولو په نه منلو، ټینګار کوي.

دا حالت یو ځل بیا د افغانستان پر خلکو غږ کوي چې خپل تاریخي او ملي مسوولیت د یوه قانونمند، کثرت گرا او دموکراتیک اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره ادا کړي. په داسې یوه ستونزمن حالت کې       مونږ  هڅه کوو چې د ویانا غونډه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د یوه ستر ملي او دموکراتیک بحث لپاره ښه پیلامه شي.

د اتریش د نړیوالو چارو له انسټیټیوټ څخه په مننې چې په ویانا کې یې د سپټمبر له ۱۵ څخه تر ۱۸مې نیټې پورې د افغانانو ترمنځ د غونډې لپاره زمینه برابره کړه، د دې غونډې ګډونوال، لاندي ټکو ته په پام سره:

  • په هیواد کې د بشري ناورین او اقتصادي بحران زیاتوالی؛
  • د نظام د ملي او نړیوال مشروعیت نشتوالی؛
  • د افغانستان انزوا؛
  • د بشري او تابعیت له حقونو څخه په دوامداره توګه سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیک محدودیت؛
  • د نجونو په زده کړه او د ښځو لپاره د کار کولو حق باندې د محدودیتونو لګول؛
  • غیر قانوني حبس، هدفي وژنې، شکنجه او صحرایي محاکمه او جنګي او د بشریت ضد جرمونه؛
  • د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیتونو پراخیدل؛
  • د بیان د ازادۍ، د رسنیو او مدني او سیاسي فعالیتونو د سیستماتیک محرومیت؛
  • جوړښتي تبعیض، انحصار او د افغانستان ټولنیز تنوع له پامه غورځول؛
  • د ملي قوانینو لغوه کول او د نړیوالو مکلفیتونو او د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه ښکاره سرغړونه؛

د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو، د خلکو د اساسي حقونو د تامین، د خلکو د رایو پر بنسټ د سیاسي نظام د رامنځته کولو، د ملي یووالي او ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه له درې ورځنيو نظریاتو او بحث څخه وروسته په دې ټکو ټینګار کوو:

  • مونږ د ویانا غونډه د ټولو جریانونو، ګوندونو او سیاسي او مدني فعالانو تر منځ د یوه معنی لرونکي سیاسي بهیر پیل ګڼو ترڅو د یوه ګډ لید د پراختیا او پیاوړې کولو لپاره د یوه جامع او بدیل سیاسي جوړښت د رامنځته کیدو لامل شي.
  • مونږ د سیاسي خبرو اترو له لارې د هیواد د ستونزې د حل په لټه کې یو او دا یو مطلوب انتخاب ګڼو او په دې لاره کې به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له ټولو اړینو وسایلو څخه کار واخلو.
  • د پورتنیو ټکو د ترسره کولو لپاره، مونږ د ملګرو ملتونو او د سیمې او نړۍ د هیوادونو په بنسټیز رول ټینګار کوو.
  • مونږ د افغانستان د خلکو له مقاومت څخه د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو ملاتړ کوو.
  • مونږ د افغان اتلو میرمنو د تاریخي او برحقی مبارزې ملاتړ کوو.
  • مونږ غواړو له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د متقابل احترام، په سوله ایز ډول ژوند او د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ همغږي رامنځته کړو.
  • مونږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د یوه ولسواک او ملي نظام د رامنځ ته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
  • مونږ په ټول افغانستان کې خلکو ته د نړۍ د مستقیمو مرستو د دوام او زیاتوالي او د مرستو د عادلانه ویش لپاره د څارنې د یوه شفاف میکانیزم د رامنځته کیدو غوښتنه کوو.
  • د طالبانو په راتګ او په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو له پراخېدو سره، د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې له توپیر پرته د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو ته په پام سره عمل وکړي.
  • مونږ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د بشري جرمونو اسناد ثبت او خپاره کړي او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو په وړاندې د مجازاتو د قانون د پلي کولو څارنې ته ډیره پاملرنه وکړي.
  • مونږ غوښتنه کوو چې د نجونو منځني او عالي ښوونځي پرته له دې چې په نصاب کې یي لاسوهنه وشي، ژر تر ژره پرانستل شي
  • د خلکو د ارادې پر بنسټ د یو دولت د جوړولو پوری، د طالبانو د رژیم د نه رسمیت پېژندلو څخه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع هرکلی کوو.

مونږ له اتریش او نورو دوستو هیوادونو څخه غواړو چې د دغو غونډو د ترسره کولو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او       مونږ به د ذکر شویو مسلو د تعقیب لپاره یوه کاري ډله جوړه کړو.

و من الله توفیق

2 COMMENTS

  1. • که څه هم پدې اعلامیه کې یوڅو مثبت ټکي لیدل کیږي ، خو د کج کلاه خان دا برخه « مونږ د افغانستان د خلکو له مقاومت څخه د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو ملاتړ کوو. »، ټول پرېکړه لیک بې خونده کړی .
    • دا پدې معنی چې دوی به د نورو په فرمایشونو په افغانستان کې جګړه جاري وساتي . له بلې خوا دوی په سولې ټینګار کوي چې دا خپله ضد او نقیض سوالونه دي .

  2. میکانیزم شفاف یعنی چه ؟
    احمد مسعود، رهبر جبهه مقاومت زیر زمینی ، و شماری از کا سه لیسان ارتحاعی دولت های پیشین افغانستان از جمله رنگین دادفر سپنتا شعله یی، زلمی رسول ګونګه ، رحمت الله نبیل اماتور، فوزیه کوفی افه ګک، نظیف شهرانی نویسنده متتعصب اخبار« امید» استاد پوهنتون اندیانا در امریکا، شاه گل رضایی، میرویس بلخی، طیب جوادنویسنده اخبار«امید» سفیر یکه در انترنت عکسهایش رسواشد، منصور نادری، شکریه بارکزی ګزاف ګوی نمایشی ، حسین یاسا و برخی چهره‌های دیګری قرار دادی وامثالهم که بنام مخالف طالبان در این نشست ریشخندی ومسخره شرکت دارند محصول همین اعلامیه وخواسته های تکراری که برخی ازاین کنج وان کنج کاپی شده است

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب