جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد د مذاکراتو له لارې د افغان ناورین د حل په اړه...

مجاهد د مذاکراتو له لارې د افغان ناورین د حل په اړه د اتریش غونډې غوښتنه رد کړه

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د اتریش په ویانا ښار کې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو د درې ورځینۍ غونډې هغه پریکړه لیک ته د رد ځواب ورکړ،چې د خبرو له لارې ېې د افغانستان د روان ناورين د حل غوښتنه کړې ده.

مجاهد ويلي،چې په ياده غونډه کې ازمایل شوې څېرې را ټولې شوې وې او ملت ته دغو څېرو خپل امتحان ورکړی.

د اتریش غونډه کې د طالبانو خلاف د ملي مقاومت ډلې په نوم د یوې جنګي ډلې مشر احمد مسعود، د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل، د ملي امنیت پخواني سلاکار او د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا، پخوانۍ وکیلې او سفيرې شکریه بارکزۍ او یو شمېر نورو افغان څېرو برخه لرله.

د یادې غونډې په حاشیه کې د غونډې په مخالفت او پلوۍ دواړو یو شمېر افغانانو لاریونونه هم وکړل.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د غونډې او ګډونوالو په اړه ېې افغان فعالانو د مخالفت او ملاتړ بېلابېل دريځونه څرګند کړي دي.

د غونډې يوه ګډونوال رنګین دادفر سپنتا وويل،چې دوی پر قانونمند، عادلانه او منتخب نظام لرلو بحثونه لرل او ټول هغه سیاسي لوري چې په افغانستان کې د يادو بحثونو په محوریت نظام غواړي، دوی به ورسره ورته ناستو ته دوام ورکړي.

1 COMMENT

  1. زما لاندی څرګندونه د پورته لیکنی سره هیڅ ارتباط نلری او فقط د ښاغلی غفور لیوال د ” درو خونړو مثلثونو ” په هکله ده:
    د مثلثونو په شتون او خونړیتوب او د ترکیب او اجراء په څرنګوالی کی شک نسته خو خبره د جرئت او شهامت په قحطی او د مثلث د اصلی طراحانو او مهندسینو او تمویل کوونکو ( استعمار – امپریالیزم – صهیونیزم ) د نه پیژندنی ( په حقیقت کی تجاهل العارف ) او نه اعتراف په سناریو کی نغښې ده.
    زموږ اکثره روشنفکران کټ مټ د لیری او اطرافی سیمو د خانانو او اربابانو هغو بریتوَرو بدماشانو ته ورته دی کوم چی د مظلومو او بې وزلو کلیوالو سره تصنعی خواخوږی ښئی خو د ارباب سره د زړه له کومی د وفادارۍ تړون ته ژمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب