جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پنجشېر جګړه؛کرزی: په ورور وژنه خواشينی يم،د سولې ملي خبرې دې...

د پنجشېر جګړه؛کرزی: په ورور وژنه خواشينی يم،د سولې ملي خبرې دې ژر پیل شي

تاند:( جمعه،د سنبلې پینځه ويشتمه) ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې روانې جګړې ته غبرګون وښود.

نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل،چې د پنجشېر د جګړې په شدت خواشینی دی او په هېواد کې د وينې توييدو او ورور وژنې دوام ته ژوره انديښنه لري.

حامد کرزي ويلي:«تېرو ترخو تجربو ښودلې،چې جګړه او وينه توييدنه حل لاره نه ده،بلکې برعکس د ډېرې بربادۍ او ويجاړۍ سبب کیږي.»

حامد کرزي د جګړې د ودریدو د غوښتنې تر څنګ خبرې او تفاهم د اوسنۍ معضلې د حل یوازینۍ لاره ګڼلې او د ملي يووالي پر ساتلو یې ټینګار کړی.

پخواني ولسمشر د طالبانو حاکمې ادارې ته په خطاب کې ویلي،چې د هېواد په اوسني وضعيت کې ډېر مسوولیت دغې ادارې متوجه دی او طالبان باید په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هر څومره ژر د ملي خبرو زمینه برابره کړي.

د حامد کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې له څو ورځو راهيسې له پنجشېر ولايت څخه د طالبانو د ځواکونو او د دوی د يوې وسله والې مخالفې ډلې(ملي مقاومت) له لوري يو بل ته د سختو تلفاتو ادعاوې کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیو ګانې هم خپرې شوي،چې ادعا کیږي طالبانو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې اسیر شوي وسله وال کسان وژني.

د دغو ویډیو ګانو په اړه مختلفو نړيوالو سازمانونو توند غبرګون ښودلی او په اړه ېې د څېړنو د پيل خبر ورکړی.

په ورته مهال، د پنجشېر د مقاومت ډلې مشر د طالبانو ځينو نورو مخالفو څېرو سره د اتریش په پلازمینه کې د بندو دروازو تر شا یوې غونډې ته تللی.

طالبانو دا غونډه د ازمایل شويو او ناکامو څېرو غونډه بللې او ويلي،چې مخالفان یې د افغانستان استازيتوب نه شي کولای.

2 COMMENTS

  1. موږ له کوم ادرس او کوم ظرفیت ګړیږو دا مهمه ده! تودې خبرې ،تحول، محور ، څاراو ……. تاوده بحثونوکې ډیر ه ګنه او ګوڼه ده افغانستان کې وچ سیاست ډیرې وچکالۍراوستی دی نورو برخو کې حاکمیت اوپرمحتګ معیار نه لری.طالبان باید داوبو غم وخوری!
    دې کې شک نشته چې پنجشیر بهرنۍ سیمه نه ده او دغه کتله دافغان ولس دښمنان هم نه دی. خو که دجنجال محراق ته وګورو د پنجشیر خلکو څه چې کرلی هغه به خامخا ریبی حقیقت دادی چې کرزی او بهرنیو استخباراتو دبن له ککړې پرېکړې په صنعی او نمایشی دول له حده ډېر ونازول او له هغوی یی دسیمې امپراطوران جوړ کړل چیرې چې امبراطوریو سقوط کړی . جهادی معاملو کې ربانی وپړسول اوامریکایانو د طالبانو په را پرزولو کې شوروای نظار کاسه او کپړیو څخه د یوه فعاله اجنت او ابزار په توګه کار واخیست دا موږ ولید.همدې کرزی یوڅو غرنی کم نفوسه ولسوالی په یوه ولایت بدل کړ چې دیوې لویی ولسوالی ظرفیت یی نه درلو. داسی نور مهم دلایل هم شته جې کرزی خاین له داسې بې ځایه چیغو او نارو بیلکل متقاعد کوی او چېرې غلی باید کینی! دا کارونه ملت نه غواړی.
    راغلو طالبانو ته. طالبان دې د زور په یارانه وچو او لندو ته یوخای ګوګړ نه وهی. ځکه دانه اسلامی لاره ده او نه هم ملی. دملت «مستقبل او برخلیک» دې په لوی لاس دوړو کارونو قربانی کوی نه. دپوهنې وزیر په څېر د اپلتې بهانې او دګېدې خبرې نه کوی هردلیل چې دې اوس ملی او اسلامی مسولیت ددوی پر غاړه دی چې کړکیچونو ته څه ډول پرتوګ ور اغوندی دوی یې منی او که نه منی خو په داګه ده چې اسلامی امارت له ملت او نړي سره په ژبه نه پوهیږی کرزی او دپنجشیر ولس دې له دغه فرصت څخه ناوړه ګته نه پورته کوی او په اسلامی عرف او عزت کې دې خپله شعله وخوری. یووخت کې دوه خټکی په یو لاس کې نه نیول کیږی. ملا واکان دقدرت او مقام تږی دی خودکرزی سیاسی اوا سلامی پوهه دومره نه ده چې دې معما ته سمه لاره وموندی دی په غیر مستقیمه توګه دپخوانی ولس مشر له نوم په ګټه اخیستلو سره بل امر باالمعروف او نهی عن المنکر عاکف ځان راښیی .
    کرزی دیر ښه فرصتونه له لاسه ور کړی خو ونشوکړای چې له هغو افغانانو سره چې واقعا بې له زور ، قوت ،لافو شافو ،ناوړه پرېکړو ،احساساتی زور ګویانو، مقام اوقدرت له دې کنج او هغه کنج نیم او نیم کله شننوکو ، تش به نوم کار بوهانو دمړې ګېډې خیال پردازو پرته چې ملت ته وفادار دی یو تفاهم اواړیکی را منځ ته کړی.کرزی خبله کر دی او له کرانو سره ملګری ! یوازې به ګندنه هو…….. تازه ګنذنه خوښ دی او په همدې شپې ا وورخې سباکوی بیاهم هیله لری چی دې به په «عالم اسباب» چې ده به تل ویل ناولې څېره او بڼه کې به مظلوم ولس باندی حاکم شی که داهیله نه وی خو کرزی بوهیږی چې دیر مشهوره شو خو هیڅ یې ونه شو کړی .

  2. ع شریف
    دکرزي حاکمیت کي امیریکایانو تا ته مقام در نه کړ, نو ځکه لکه جای جوش خوټیږې
    دوه سره حکومت چا جوړ کړ؟ داټول دامریکا سیاست و، نه کرزي او نه هم غني دونه واک درلود.
    اوس هم امریکا او غلام یې پاکستان غیرمستقیم دخیل دي. له طالب وروسته یوځل بیا دقومندان مسعود ، خلیلی ټبر ، رباني عطا نور ، اود هغوی نور سپي راباندي تپل کیږی.
    طالبان باید دجهالت او خوشباوری له خوبه را پاڅي، چاته دي دپلمو جوړولو زمینه نه برابره وي، کنه یو بل مصیبت را باندي تپل کیږي . دامریکا او منافق پاکستان زور څوک نه لري. طالبان باید پردې خوار ملت رحم وکړي. ملت ورسره دریږي. لومړی دي هیرا منډیی ړنګه کړي. دنوازشریف لور مریم نواز آرایش کړی مخ دي ورپټ کړي . ښوونځي ، سینماوي شرابخاني دي وربندي کړي. بیایي منو .
    اوس دپنجاب په غوښتنه زموږ خوار وطن نور هم خواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب