Homeخبرونهشانګهای سازمان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په رامنځته کیدو ټینګار...

شانګهای سازمان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په رامنځته کیدو ټینګار وکړ

تاند:(جمعه،د سنبلې پینځه ويشتمه) ‏د ازبکستان په کوربه توب د سیمه ییزو همکاریو سازمان نن د خپلې کلنۍ غونډې په ګډه اعلاميه له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سياسي لوریو په ګډون ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

ياده اعلاميه د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبکستان او هندوستان د مشرانو له لوري تصويب شوې ده.

په اعلامیه کې د‌ يادو هېوادونو په استازيتوب د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان ټینګار کړی، چې‌ د افغانستان د وضعیت ښه مدیریت د سازمان د غړو هېوادونو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لري.

په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره،چې ځان ټول شموله او د ټولو افغانانو استازې ګڼي، د شانګهای سازمان د دغه پریکړه لیک په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...