جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههلمند زندان کې د نيشه يي توکيو د معتادينو درملنه شوې

هلمند زندان کې د نيشه يي توکيو د معتادينو درملنه شوې

تاند:( جمعه،د سنبلې پینځه ويشتمه) د طالبانو ادارې د هلمند په مرکزي زندان کې د ۶۰ روږدو کسانو د درملنې او له بنده د خوشې کیدو خبر ورکړی.

د طالبانو د دغه زندان یوه مسؤل قوماندان ملا محمد احمد وویل چې یاد کسان له درملنې او د هغوی د کورنیو له تضمین وروسته خوشې شول.

نوموړي زیاته کړه چې روغتیا پالانو د خوشې شویو کسانو درملنه وخت په وخت په منظمه توګه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د معالجه شویو معتادينو له خولې د‌‌وی ته د طالبانو د ادارې پاملرنه ستایلې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې مخکې له مختلفو سيمو څخه د نیشه یي معتادينو پر وړاندې د طالبانو د زور زياتي او ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...