یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د م.م. د ځانګړي راپورتر راپور رد کړ

طالبانو د م.م. د ځانګړي راپورتر راپور رد کړ

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۲ مه) طالبانو د ملګروملتو د بشري حقونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بینیټ راپور رد او مغرضانه وباله.

د طالبانو د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد د ښاغلي بینټ پر راپور په غبرګون کې ویلي چې نوموړي په خپل راپور کې په افغانستان کې د تېر یو کال په لړ کې پر سلګونو پرمختګونو سترګې پټې کړي، یو څو مشخصو مواردو ته يې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې ده.

د ملګروملتو ځانګړي راپورتر په خپل یو کلن راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته د افغان ښځو او نجونو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه ځپل شوي.

بینټ ته د تېر کال په اګست ګکې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا له لوري دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له نژدې وڅاري.

ده همداراز ویلي:«سره له دې چې افغان ښځې او نجونې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره تر ټولو مخکښې وې او په دې برخه کې یې د مسوولیت منلو لپاره پر له پسې خپل ږغ پورته کړی، خو د دوی په شان په بل هیڅ هېواد کې ښځې او نجونې دومره ژر له ټولنیز ژونده بې برخې شوي نه دي.»

خو د طالبانو ویندوی د ښاغلي بینټ د راپور په غبرګون کې ویلي:« نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم تهدید متوجه نه دی، هيڅ افغان ښځه په جګړو او چاپو کې نه خپله وژل کیږي او نه هم نور خپل خپلوان له لاسه ورکوي، اوس د افغان میرمنو عزت ته څوک په سپکه نه شي کتلای، د  هيڅ افغان میرمنې اولادونه په بي ګناه ډول په زندانونو کې نه دي پراته، په هیواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه وو او نارینه وو پرمخ خلاص دي، د هیواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم او تربيې پروسه غزول شوې ده، په معارف، عالي تحصیلاتو، صحت عامه، تذکرو، پاسپوروتونو، هوايي میدانونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې زرګونه افغان میرمنې په کار بوختې دي، هغه یو شمیر میرمنې چې د کاري چاپیریال د نه مساعد کیدو له امله لاهم خپلو دندو ته نه شي حاضریدلای معاشونه يې په متواتره توګه په کورونو کې تادیه کیږي، سلګونه هغه بې وزله ښځې او نارینه چې په ګدايي بوخت وو، له سړکونو راټولې او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، بې امنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو څخه په امن کې شوي دي.»ښاغلي مجاهد د میلیونونو هغو نجونو یادونه نه ده کړې چې له شپږم ټولکي پورته له زده کړو بې برخې شوي او که دا سلسله دوام وکړي په راتلونکو کلونو کې به په پوهنتونونو کې د نجوړنو ونډه څنګه وي.

خو ده په عین حال کې د بینټ د راپور دې برخې ته په اشضارې چې مذهبي اقلیتونه په تېره بیا هزاره ړ ړاهش له حملو سره مخامخ دي، ویلي:«د افغان اقلیتونو ټول حقوق خوندي دي، هيڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې، نه کوم تور پرې پورې شوی، برعکس د هغو سلګونو بریدونو مخه نیول شوې چې د اقلیتونو عبادت ځایونه يې نښه کول غوښتل، په استثنايي ډول که څو موارد پيښ شوي هم وي، عاملین يې کشف او نیول شوي او په سختو سزاوو مجازات شوي دي.»

ښاغلي مجاهد د پخواني حکومت د غړیو د وژل کطدو ادعاوې هم رد کړي دي.

د م.م. د بشري حقونو ځانګړی راپورتر: افغانستان د استبداد په لور روان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب